سیمه ییز خبرونه

پاکستان د ای سي سي او نورو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیلوي

پاکستان په پام کې لري چې ای سي سي او نورو کډوالو د اېستلو نوي لړۍ پیل کړي

له پاکستانه د اې سي سي یا افغان تابعیت لرونکو او راجستر شویو کډوالو د ایستلو په لړۍ کې اته نیم لکه کډوال له ګواښ سره مخ دي.

پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د اپرېل تر ۱۵مه یې دغو افغانانو ته وخت ورکړی وو چې په خپله خوښه ووځي.

دغه کډوال له لسیزو راهیسې پاکستان کې اوسي

د دې مودې په ختمېدو سره دا دی د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو پیلیږي. ګڼ دا افغانان له کلونو او ان لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او وايي چې په لږ وخت کې خپل کاروبار نه شي پرېښودلی.

refugees
انځور؛ هغه کډوال هم اېستل کېږي چې د پاکستان له دولت سره رجسټر دي.

نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو “یو ځايي” اېستل به بشري ناورین وي

نور ولولئ: د کډوالو لپاره د ناروې پلاوی: افغانستان کې ۵۰ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي

له دې ډلې یوه افغان کډوال احمد چې په پېښور کې زېږیدلی ازادي راډیو ته وویل:

” دلته زموږ ډېرې پيسې بندې دي. کاروبار مو دلته دی. هلته که هم ځو حالات خرابه دي. دلته هم دوی موږ تنګوي. دا چې اوس په عجله وځو هر څه رانه پاتې کېږي او په نیمايي قیمت مواد را نه اخلي. په کار ده چې موږ ته یو حل لار وایستل شي او زموږ ستونزه حل شي.”

د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو ځورول

افغان کډوال شکایت کوي چې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې پولیسو له ټاکلې مودې مخکې د خلکو د ځورولو او نیولو لړۍ پيل کړې ده.

په پاکستان کې له کلونو مېشتو افغانانو سربېره ګڼ هغه افغانان هم د ایستلو له ګواښ سره مخ دي چې د طالبانو په بیا واکمنېدو دغه هېواد ته تللي او اوس لویدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه ناست دي. له دې ډلې هم اکثرو خلکو په تېرو کلونو کې ځانونه له پاکستاني ادارو سره ثبت کړي او اسناد لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته له ۶۰۰ زرو ډېر افغانان پاکستان ته تللي دي.

د طالبانو حکومتي چارواکي او د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي چې په شپږو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر کسان له پاکستانه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

اکثر دا افغانان چې په ساړه ژمي کې له پاکستانه وایستل شول په افغانستان کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button