نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د پاکستان ایکسپرس د ټکرکېدوپه پېښه کې۲۰ تنه مړه شوي

د پاکستان په جنوبي صوبه سند کې د پاکستان اېکسپرېس په نوم اورګاډی د بل ګاډی سره په ټکر شوی او په دغه پېښه کې لږ تر لږه۲۰ تنه مړه شوي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه د سکهر د پوليسو مشر ډي ايي جي جميل احمد په پېښه کې د ۲۰ تنو د مړه کېدو پخلی کړی دی.

راپورونه وايي په پېښه کې ګڼ کسان ژوبل شوي چې پکې د ځینو روغتايي حالت مرګونی دی.

دا پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې او ويل کيږي د کراچۍ نه پېنډۍ ته روان پاکستان اېکسپرېس په سکهر کې په يو پاټک تېرېدونکي د مسافرو د ګاډي سره په ټکر شوی دی.

ويل شوي دغه پاټک خلاص ؤ ځکه اورګاډی پرې ازاد ورغلی او په راتلونکي ګاډي نېغ ورختلی دی.

د راپورونو ترمخه په پېښه کې د ۶۰ پورې ژوبل کسان د سکهر روغتون ته وړل شوي دي.

د سند صوبې وزيراعلی مراد علي د پېښې خبر اخيستی او رپوټ يې غوښتی دی.

په پاکستان کې دا لمړی ځل نه دی چې دغه ډول پېښه شوې ده، له دې وړاندې هم څو ځله په پاکستان کې وخت په وخت اور ګاډي د مسافرو د ګاډو سره په ټکر شوي چې علت يې خلاص پاټکونه ښودل شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button