سیمه ییز خبرونه

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا کابل ته راځي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا کابل ته راځي د نوامبر ۱۳مه یوشمېر پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې ښاغلی خان د ولسمشر غني په بلنه کابل ته راځي.دعمران خان د سفر له امله سبا یوازې په کابل کې رسمي رخصت هم اعلان شو.

د عمران خان د سفر د اجنډا په اړه هم تراوسه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي خو خبریال طاهر خان وویل چې ښايي په دې سفر کې د دریو بنسټېزو مسلو په اړه له افغان چارواکو سره بحث وشي. سوله، دوه اړخیزې اړیکې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به د بحث وړ ټکي وي.طاهر خان په خپلو خبرو کې دویچه ویله ته وویل: «لومړی خو د سولې مسله ده، د پاکستان او افغانستان بدقسمتي داده چې تراوسه یې د سولې په اړه جدي او مستقیمې خبرې نه دي کړي، داسې احتمال شته چې دا ځل به په دې مسله مخامخ خبرې وشي.

د چارو دغه پاکستانی کتونکی پردې اند دی چې افغانستان کې جګړه روانه ده او د سولې بین الافغاني خبرو کې پرمختګ هم نه کیږي نو په دغه سفر کې به پاکستان خپل دریځ واضح کړي.هاخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې عمران خان کابل ته راځي. د دغه وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته ویلي: «عمران خان به له ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون له جګپوړو افغان چارواکو سره د سولې خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

د ښاغلي خان په سفر کې یو مهم بحث دا هم دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د کابل – اسلام اباد اړیکې څه ډول وي؟ ده زیاته کړه: «په دې اړه کار شوی چې کله خارجیان له افغانستانه ووځي، د افغانستان او پاکستان اړیکي به څه رنګ وي؟ په دې کار روان دی، دواړو لورو په دې اړه نظرونه سره تبادله کړي او وړاندیزونه هم شوي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا کابل ته راځي
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا کابل ته راځي

دا په داسې حال کې د ه چې په دې اړه نور جزیات نشته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو په تړاؤ کوم نظرونه تبادله شوي او پر کومو وړاندیزونو کار روان دی؟ هاخوا یوشمېر افغان کارپوهان پردې باور دي چې کابل ته د عمران خان سفر به هم لکه د نورو هغو یواځې تشریفاتي او تکراري سفر وي.او یوازې عکسونو اخیستو پورې به محدود وي دويي وايي چې دا سفر به هیڅ ډول ګټه ونلري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button