تجارت خبرونه

د پنجشېر کې د زمردو د استخراج لپاره له ۵۰۰ ډېر جوازونه صادر شوي

طالبانو خبر ورکړی چې د پنجشیر د زمردو استخراج لپاره یې تر ۵۰۰ ډېر جوازونه صادر کړي دي

په افغانستان کې طالبان خبر ورکوي چې هڅه کوي تر څو د غیر قانوني کېندنو مخه ونیسي او هر څوک یا شرکت چې استخراج کوي، باید قانوني جواز ولري.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو رييس ویلي، چې په دغه ولايت کې د کانونو نا قانونه کیندنې، د معدني موادو او قيمتي ډبرو قاچاق پای ته رسیدلی دی.

محمد قاسم امیري ویلي، طالبانو د پنجشیر د زمرد کان د “قانوني کیندنې” لپاره له ۵۶۰ څخه زیات جوازونه کان کیندونکو ته ویشلي دي.

د کانونو په استخراج کې خلکو ته کار پیدا کېدل

د طالبانو د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې په پنجشیر کې د کانونو د کیندنې د جوازونو په وېش سره څه باندې لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

قاسم امیري د طالبانو د کانونو له وزارت څخه وغوښتل، چې د پنجشیر د ټولو کانونو د سروې لپاره یو تخنیکي ټیم واستوي او د یاقوتو د کیندنې لپاره جواز صادر کړي.

afghan (48)
زمرد

د طالبانو د کانونو وزیر ویلي، چې د پنجشیر خلکو ته باید د یاقوتو او زمردو د جوازونو په ورکولو او د کاري فرصتونو په برخه کې لومړیتوب ورکړل شي.

نور ولولئ:  طالبانو د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرود پلورلي

نور ولولئ:  اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو څو ځلې د پنجشېر زمرد داوطلبۍ ته اېښي دي.

طالبانو په داخلي عواید تکیه کړي

طالبان چې له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دي، هڅه کوي چې له داخلي عوایدو خپل لګښتونه پوره کړي. له همدې امله طالبانو په افغانستان کې د کانونو استخراج ته مخه کړي ده چې ځینې کارشناسان بیا د طالبانو له لوري دا ډول کېندنې تر نیوکو لاندې نیسي او وايي، دا کېدنې نامسلکي او د افغانستان په زیان دي.

طالبانو د پنجشیر د زمردو د کانونو پر اسختراج سربېره په نورو ولایتونو کې هم په دغه برخه کې له داخلي او نړیوالو شرکتونو سره قراردادونه کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت څو ورځې وړاندې چنايي شرکت ته د مس عینک پر کان د کار پیل کولو لپاره یوه میاشت وخت ورکړ او ددغه وزارت وزیر شهاب الدین دلاور وویل چې باید دغه چینايي شرکت د یوه میاشت په موده کې د مس عینک کان د استخراج چارې پیل کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button