نړیوال خبرونه

د پوتین د نیول کیدو ویره؛ پوتین د بریکس غونډه کې د ګډون لپاره نه ځي

پوتین د نیول کېدو له ویرې له امله جنوبي افریقا ته په بریکس غونډه کې د ګډون لپاره نه ځي

د جنوبي افریقا جمهوري ریاست ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د بریکس د غړو هیوادونو په غونډه کې چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت د جنوبي افریقا په پلازمینه پریتوریا کې وشي، ګډون ونه کړي.

د جنوبي افریقا د جمهوري ریاست ویاند وینسنټ ماګوینیا د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸مه) په یو بیان کې وویل چې پوتین د “دوه اړخیزې موافقې” له مخې په دې غونډه کې ګډون نه کوي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د روسیې په استازیتوب په دې غونډه کې برخه واخلي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې حکم

د جرمونو نړیوالې محکمې د روان کال د مارچ په ۱۷مه د اوکراین د ماشومانو د “غیر قانوني ایستلو” له امله د پوتین د نیولو حکم صادر کړ او که پوتین سویلي افریقا ته ننوځي دغه هیواد د نړیوالې جنایي محکمې د غړي په توګه مکلف دی چې د محکمې حکم عملي کړي.

نور ولولئ: روسیه: د ملېشه ځواک ‘واګنر’ مشر پر بغاوت تورن شو

ماګوینیا وویل چې دا پریکړه په وروستیو میاشتو کې له یو لړ مشورو وروسته شوې چې د دې موضوع په اړه وروستی تلیفوني تماس تیره شپه ترسره شو. هغه وویل چې د بریکس د نورو هیوادونو مشران به د راتلونکې میاشتې په غونډه کې ګډون وکړي.

د بریکس غونډه او غړي هېوادونه

سویلي افریقا اوس مهال د بریکس (BRICS) نوبتي صدارت په غاړه لري، چې برازیل، روسیه، هند او چین هم پکې شامل دي. د سویلي افریقا حکومت په وروستیو میاشتو کې تر کورني او نړیوال فشار لاندې دی چې د پوتین کوربه توب ونه کړي.

د جنوبي افریقا د حکومت مخالفین ټینګار کوي چې که پوتین دې هېواد ته ننوځي، باید ونیول شي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته وسپارل شي، خو د جنوبي افریقا حکومت ویلي چې په دغه هېواد کې د پوتین نیول کېدل به د روسیې پر ضد د جګړې اعلان او د جنوبي افریقا د حکومت “امنیت، سولې او نظم” ته ګواښ وي.

نور ولولئ: جرمني اوکراین ته ليوپارډ ۲ ټانکونه استولي

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف د چهارشنبې په ورځ په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “په نننۍ نړۍ کې ټولو ته په بشپړه توګه څرګنده ده چې د روسیې د حکومت د مشر د زنداني کولو هڅه به څه معنا ولري. هیڅ اړتیا نشته چې پدې اړه چا ته توضیح ورکړل شي.”

سویلي افریقا له اوږدې مودې راهیسې ویلي چې د اوکراین په جګړه کې به بې طرفه پاتې شي، که څه هم ځینې منتقدین په پریتوریا تور لګوي چې مسکو ته تمایل لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button