نړیوال خبرونه

د پوهنې وزارت: د نجونو ښوونځي د ښوونیز نصاب په علت تړلي پاتې دي

د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو ځنډ له ستونزو سره مخ دی

د پوهنې وزارت چارواکي د نجونو په ښوونځیو په پرانیسته کې ځنډ د نجونو په ښوونیز نصاب کې د ستونزو له امله ګڼي. د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین وایي، چې د نجونو د ښوونځيو په پرانیستل کېدو کې د ځنډ لامل په دې تړاو د اسلامي امارت د تګلارې جوړېدل دي

دوی پلان لري چې د اخلاقو پوهه زیاته کړي

دی وایي، دوی په پلان کې لري چې د نجونو په ښوونیز نصاب کې د اخلاقو علم، د عقیدې علم، د کورني ژوند علم او د اولادونو د روزنې علم زیات کړي. د ده په وینا یوه ورځ به د نجونو ښوونځي له بهرني فشار پرته د اسلامي شریعت په رڼا کې پرانیستل شي. نوموړی وايي چې د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل نه یوازې په پوهنې وزارت پورې اړوند دي بلکې د اسلامي امارت په سیاست پورې هم تړاو لري، د هغه په وینا چې د نجونو ښوونځي د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې پرانیستل شي

نور یی ولوله | نایب دیویندر کمار ته ستا درناوی او مینه به هېره نه کړو

نور یی ولوله | د مجیب ځدران د ویزې ستوزه خل شوه

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین سید احمد شهید خېل وویل:«د قران او سنت په رڼا کې ښوونځي پرانیستل کېږي اسلامي امارت ته وخت ورکړئ ان شاالله دا کار کېږي.د پوهنتون یو شمېر استادان ژر تر ژره د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي. د پوهنتون استاد فردین عیار وايي:«له زده کړو د یوه نسل بې برخې کول د حکومت په ګټه نه دي، له اسلامي امارته غواړو چې ښوونځي بېرته پرانیزي 

د ښوونځي استاده محسنه هم څرګندوي:«له زده کړو د ښځو بې برخې کول په ټولنه کې منفي پایلې لري. بل خوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې مسوولان وایي چې دوی له پوهنې وزارت سره د کاري چارو د ساده کولو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی او هېوادوالو ته به د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د دغه وزارت پر ځینو برخو کار وکړي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ساده کولو چارو رییس بریالی احمدي وايي:«د پوهنې هره برخه چې په مراجعان څرخي، ډېر وخت ونیسي، مصرف زیات وي او کاري پروسې سستې وي موږ به پر هغو کار وکړو. نږدې یو کال کېږي، چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي. خو تر اوسه د اوسني حکومت له لوري دې پوښتنې ته چې کله به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، څرګند ځواب نه دی ورکړل شوی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button