نړیوال خبرونه

د پوهنې وزارت ښوونیز نصاب پر سمون د دغه وزارت مسوولانو ټینګار وکړ

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال وایي، دا وزارت هڅه کوي د دیني عالمانو په همکارۍ د ښوونځیو او دیني مدرسو ښوونیز نصاب اصلاح کړي. 

بغلان ولایت سفر 

هغه چې بغلان ولایت ته تللی، د پوهنې اوسنی نصاب بې‌معنا بولي او په هغې کې د بدلونونو په راوستو ټینګار کوي. د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال کرامت الله اخوند‌زاده وايي: «په تېر نظام کې د مکاتبو په نصاب کې ځینې خرافات موجود و چې موږ مخکې ملاحظه کړي وو او ټولو ولایتونو ته مو رسولي وو او ځینې بې‌هوده مضامین هم و چې قابل د تدریس هم نه وو

نور یی ولوله | د افغانستان تازه نفوس څومره دی؟

نور یی ولوله | نړۍوال بانک: افغانستان له اقتصادي ننګونو سره مخ دی

دیني عالمان

په دې ناسته کې دیني عالمان وايي، په نوي نصاب کې باید پر ملي ژبو سربېره انګلیسي هم موجوده وي او د اوسني پېر د اړتیاوو پربنسټ جوړ شي. دیني عالم عبدالغني وايي: «د نړۍ ټول خلک په پښتو او فارسي نه پوهېږي، دا زموږ د قومونو تر منځ ژبې دي، موږ باید په عربي او انګلیسي هم پوه شو.

دیني عالم سیف الرحمن

سیف الرحمن، عالم دین گفت: «برنامه‌های ما باید هماهنگ شود، باید مشخص کنیم که کدام مضامین را اضافه و کدام را کم کنیم و نیاز زمانه چیست. دیني عالم سیف الرحمن وايي: زموږ برنامې باید همغږې شي، باید په ډاګه شي چې کومې مضمونونه اضافه او کوم شي او زموږ د وخت اړتیا څه ده

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال وایي چې ټاکل شوې د هېواد په ډېری لیرې پرتو کلیو کې د ماشومانو لپاره ابتدایه دیني مدرسې جوړ شي چې لګښت او درسي مواد یې د پوهنې وزارت له خوا ورکول کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button