سیمه ییز خبرونه

د پوځ پر هاوان د دوو ماشومانو وژل کېدل؛ د احتجاجونو امکان ډېر دی

په باړه کې د پوځ په هاوان دوه ماشومان وژل شوي او سیاسي اتحاد به احتجاج وکړي

د خيبر د باړې سياسي اتحاد په تيرا کې د مارټر ګولو په بريد کې د ماشومانو د وژنې پرضد د احتجاج اعلان کړی دی.

د خیبر ضلعې په تیرا کې د نومبر په شپږمه د مارټر يا هاوان مرميو بريد په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي وو. د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) په وینا دا پېښه د تیرا په بوټان شریف سیمه کې مخې ته راغلې وه.

دغه د هاوان مرمۍ د پوځ له لوري توغول شوي وه

عيني شاهدان او د ژوبلو ماشومانو د کورنۍ غړي وایي د پوځیانو لخوا د هاوان د څلورو مرمیو توغولو په نتيجه کې يې له سکول څخه کور ته روان دوه ماشومان ووژل شول او پينځه نور ژوبل شول، او دا ډول ځينې کورونه هم زيانمن شول. بلخوا د دغه بريد په اړه د سیمې امنیتي چارواکو لا څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې د سیمې مشرانو ته ویلي ول چې دوی په تیرا کې د وسلوالو خلاف عملیات کوي.

نور ولولئ: خلیلزاد: پاکستان کې د ستونزو د زیاتېدو لامل عاصم منیر دی

نور ولولئ: په پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ د باجوړ چاودنه کې پخوانی پاکستانی سناتور ووژل شو

اوس د باړې مشرانو د یادې پېښې پر ضد د احتجاج پرېکړه کړې ده. د باړې سياسي اتحاد مشر شيرين اپرېدي پرون مشال راډيو ته وويل چې نن (د نومبر په اتمه) د جمعې تر لمانځه وروسته به په باړه بازار کې احتجاجي مظاهره کوي. په عين حال کې پرون (د نومبر په اوومه) د تيرا قومي مشرانو او د وژل شويو ماشومانو خپلوانو د پېښور د کور کمانډر د دفتر مخې ته د مړيو په وړلو سره د احتجاجي پرلت اعلان کړی وو، خو د هغوی په وينا، پر اړهنګه امنيتي پوسته باندې امنيتي ځواکونو هغوی ايسار کړل او پېښور ته يې د تګ اجازه ور نه کړه.

خاورو ته د ماشومانو سپارل

وروسته د قومي مشرانو او ځايي پوځي افسرانو ترمينځ تر “کاميابو” مذاکراتو وروسته ماخوستن مهال هغوی د ماشومانو مړي بېرته خاورو ته د سپارلو لپاره تيرا ته يووړل. يو قومي مشر ملک ظاهر اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې پوځي مشرانو ژمنه ورسره وکړه چې نور به هلته توپخانې نه کاروي او نه به هم د ډرون له لارې پر اباديو مارټر ګولې توغوي.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۲۱مه هم په پير مېله (پير مېنه) سيمه کې لومړی د پاکستان پوځ د لویو ډرون کېمرو پروازونه وکړل او بیا یې مارټر يا د هاوان مرمۍ وتوغولې چې په نتيجه کې يې له ۱۰ زيات ماشومان او يوشمېر لويان ژوبل شول. ځينو کسانو هغه ډرون بريد بللی وو خو شواهد يې نه ول وړاندې کړي.

خو د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې وايي چې د عملیاتو پر مهال د خلکو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button