تجارت خبرونه

.د (پیسو انتقال) او اړینو لومړنیو توکو واردولو د تسهیل ناسته ترسره شوه

 افغانستان  افغانستان

په ملي بانک کي د ناستې په تعقیب د مالیې وزارت کي، د رئیس الوزراء د مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اقتصاد، صنعت او تجارت د وزیرانو، د افغانستان بانک د رئیس او معاون او د مالیې وزارت د معینانو او اړوندو مسؤولینو په ګډون د (TT د پیسو انتقال) او افغانستان ته د اړینو توکو د تورید لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو په موخه د روان ۱۴۴۳ کال د صفر میاشتې په ۱۹مه د ماسپښین په ۳بجو د مالیې وزارت خیبر صالون کي ناسته وشوه

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د افغانستان بانک یوه طرحه او د اړینو لومړنیو خوراکي او طبي توکو لست برابر کړی تر څو افغانستان ته یې د واردولو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې سي، په دې ناسته کي پریکړه وسوه تر څو یاد لست د صنعت او معادنو له خونې سره شریکه سي تر څو د داخلي فابریکو د خامو موادو برعلاوه، نور اړین لومړني توکي هم لست ته داخل سي او په هېواد کي د ننه د خوراکي او طبي توکو کمښت ستونزه هواره او د قېمتونو له لوړېدو مخنیوی وسي. 

همدارنګه پریکړه وسوه چي د افغانستان بانک او ټول اړونده ارګانونه د بانکونو د ستونزو د هوارولو لپاره هڅه کوي تر څو ټولې ستونزي په تدریجي شکل او ښه توګه هوارې سي. همدارنګه د داخلي فابریکاتو د لاتقویې او ملاتړ لپاره هر ډول لازمې هڅي په داسې توګه کیږي چي په هېواد کي د ننه، د توکو قېمتونه هم کنترول او له لوړېدو یې مخنیوی وسي. 

تجارانو په حیرتان بندر کي د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د مالیې وزارت ژمنه وکړه تر څو یادې ستونزې په عاجله توګه هوارې کړي. همدارنګه بهرنیو تخنیکي کارګرانو ته د افغانستان د ویزې د تمدید او د افغانستان صادراتو لپاره د لازمو تدابیرو او آسانتیا اړوند هم لازمې پریکړې وسوې. 

د ناستې په پای کي د ا.ا.ا د رئیس الوزراء مرستیال، ښاغلي عبدالسلام حنفي د خصوصي سکتور استازو، سوداګرو او د فابریکو خاوندانو ته ډاډ ورکړ چي د دوی ټولو ستونزو ته به رسېدنه کیږي او د حل لپاره یې لازم تدابیر نیول سوي دي. نوموړي زیاته کړه چي په هېواد کي د اقتصادي چرخش د ښه فعالولو او د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه، له اړوندو هېوادونو سره خبرې روانې دي څو (د ټاپي، کاسا۱۰۰ او ټاپ) په شان لویي بین الدولتي پروژې پیل سي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button