ټکنالوجي

د چینايي شرکت برښنايي الوتونکې تکسي

د هونډای چنايي شرکت برښنايي الوتونکې ټکسي نور الوت ته چمتو کېږي

نړۍ د تخنیک او ټکنالوژي په پرمختګ کې چټک ګامونه اخلي. د بشر لپاره په چټکۍ سره خدمات وړاندې کوي او اسانتیاوې برابروي.

دا اونۍ د ګاډو نړۍ کې د الوتونکې ټکسي په اړه دا خبر خپور شوی چې جوړوونکی هیونډای شرکت یې ویلي چې تر درېیو کلونو پورې به دا ټکسي بازار ته راووځي.

air taxi1

دا اېس یو وي چینایي ټکسي په شا کې د الوتونکي موټر ماشین لري چې د کیا په وینا د ښارونو ټرانسپورټ کې به انقلاب راولي.

په برښنايي محصولاتو نندارتون کې ددې ټکسي هر کلی

هیونډای د لاس ویګاس الکترونیکي محصولاتو نندارتون کې یوه الوتونکې ټکسي نندارې ته وړاندې کړه. د کوریا موټر جوړوونکي وايي چې دوی به د S-A2 په نوم الوتونکی موټر په ۲۰۲۸ کال کې د عامه ګټې اخیستنې لپاره چمتو کړي.

S-A2 د سوپرنل په نامه د هیونډای یو اړوند فرعي شرکت دی، د پروژې مشر یې جایون شین نومېږي او د هیونډای له مدیرانو یو دی او په ناسا کې کاري تجربه لري.

نور ولولئ: ولې د افغانانو ټویوټا کرولا موټر ډېر خوښیږي؟

نور ولولئ: نیسان کمپنۍ بریتانیا کې د برښنايي موټرو نوي ماډلونه وړاندې کوي

نور ولولئ: په راتلونکو دوو کلونو کې به بریتانیا کې پر سړکونو بې‌ډرایوره موټرو تګ ته اجازه ورکړل شي

S-A2 اته څرخونه لري چې په بېټرۍ چلېږي او له ځمکې ۴۵۷ متره لوړه الوتنه کولی شي.

air taxi3

حد اکثر سرعت یې په یوه ساعت کې له ۱۹۰ کیلومترو ډېر دی او هر ځل د ۴۰ او ۷۴ کیلومترو ترمنځ واټن وهلی شي.

هیونډای دا الوتونکې ټکسي په لنډو لارو او ښارونو کې د ګټې اخیستنې لپاره طراحي کړې ده.

ددې ټکسۍ جوړولو الهام له څه شي اخیستل شوی؟

د هیونډای د موټر جوړولو د طراحۍ د برخې مشر لوک دانکرولک وايي، د S-A2 په طراحۍ کې د مچۍ د سترګو له اناتومۍ او بڼې الهام اخیستل شوی او د چورلکې (هیلیکوپټر) برعکس یې وزرې ان د ظرفونو د مینځلو له ماشین لږ غږ کوي.

سوپرنل شرکت اعلان وکړ چې د S-A2 ازمېښتي الوتنې به له ۲۰۲۵ کال وروسته پیل شي او د خوندیتابه د جوازلیک له اخیستو وروسته به خپلې سوداګریزې الوتنې په ۲۰۲۸ کال کې پیل کړي.

air taxi2

هیوندای S-A2 به په ۲۰۲۸ کال کې عمومي ګټې اخیستنې ته چمتو شي. هیونډای یوازېنی الوتونکی ټکسي جوړوونکی شرکت نه دی، ټویوټا، مرسیډیز بنز، فولکس واګن او ځینې نور د چین موټر جوړوونکي شرکتونه هم دې بازار ته ننوتي دي.

د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې زیاته هڅه اوس په دې کېږي چې غټ ماشینونه، تولیدي صنعت او نور ګرین انرژي ته واړوي تر څو په چاپیریال ساتنه کې مرسته وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button