اقتصاد او سوداګريتجارت خبرونه

د چین اقتصادي ورو کېدل؛ اوس یې د پیاوړتیا لپاره د ویزې مقررات اسانه کړل

چین د خپل ورو شوي اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره یې د ویزې چاره او مقررات اسانه کړل

په دې وروستیو څو میاشتنو کې د چین اقتصاد د تېرو کلونو په پرتله یو څه ورو شوی او چینیان هڅه کوي چې بېرته یې د پخوا په څېر پیاوړی کړي. چین د همدې موخې د تر لاسه کولو په خاطر هڅه وکړه چې د بهرنیو سوداګرو د راجلبولو په خاطر د ویزې چاره دومره اسانه کړي څو دغه سوداګر هېڅ ډول ستونزه ونه ویني.

نور ولولئ: پاکستان ته د چین د مرستیال لومړي وزیر د سفر موخې څه کېدای شي؟

چین هغه هېواد دی چې د اقتصادي سیاست له مخې پر نړۍ واک چلوي او له همدې لارې یې خپل نړیوال حریف امریکا هم وارخطا کړي ده.

د چین مقرره څه ډول ده؟

د چین د نویو مقرراتو له مخې، ځینې بهرني اتباع اوس اړتیا نه لري چې د چین ویزې ته مخکې له مخکې درخواست ورکړي او کولای شي چین ته له رسېدو وروسته ویزه ترلاسه کړي.

د چین د عامه امنیت وزارت دا مقررات د پنجشنبې په ورځ اګست درېیمه (زمری ۱۲) د دغه هېواد د ورو شوې اقتصادي ودې سره د مرستې په خاطر اعلان کړل.

په چین کې د کرونا له وبا وروسته د اقتصاد د بیرته رغولو بهیر ورو شوی او په ځانګړي ډول په ځوانانو کې د بېکارۍ کچه ۲۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

نور ولولئ: افغانستان له چینايي شرکت سره د نفتو د استخراج تړون لاسلیک کړ

ددغه حالت سره د مرستې په خاطر د چین د عامه امنیت وزارت ۲۶ نوي مقررات اعلان کړي چې بهرنیانو ته د چین د ویزې د اخیستلو بهیر اسانه کول هم پکې شامل دي.

د بهرنیو سوداګرو سوداګریزې موخې

بهرني سوداګر هڅه کوي چې چین هغه توکي وپېري او یا یې فابریکو ته فرمایش ورکړي چې په نورو هېوادونو کې په ښه بیه خرڅېږي او دوی ته په کې د پام وړ ګټه پاتې کېږي. اقتصاد پوهان وايي، چین د سوداګرۍ لپاره خورا ښه فرصتونه او سهولتونه لري چې سوداګر ډېر ورمات شوي دي

هغه بهرنیان چې د سوداګریزو موخو دپاره چین ته ځي، اوس کولای شي د لازمو اسنادو او شواهدو لرو په صورت کې، چین ته له رسېدو وروسته ویزه ترلاسه کړي.

له دې وړاندې بهرنیان مجبور وو چې چین ته له سفر وړاندې لومړی د چین په سفارت یا قونسلګرۍ کې د ویزې دپاره درخواست ورکړي.

داد یادونې وړ ده چې چین په نړۍ کې یو لوی اقتصادي ځواک دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button