نړیوال خبرونه

د ډاکټر سلیمه افغان کیسه: سلیمه افغان د کومو کړاونو وروسته ډاکټره شوه؟

سلیمه یوه افغانه کډواله ده

سلیمه افغان کډواله ده او پاکستان کې د کډوالو په یوه کمپ کې زېږېدلې وه.تعلیم او دندې ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخه شوه. له سختې خوارۍ وروسته وتوانېده د کډوالو لپاره په طب پوهنتون کې یوازینی بورس ترلاسه کړي.

د هغې د ترکمن کډوالو د ټولنې لومړۍ ډاکټره

دا د خپلې ترکمن کډوالې ټولنې لومړۍ ډاکټره ده او د ۲۰۲۱ کال لپاره یې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې د نانسېن کډوالې جایزه وګټله.د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه رپوټ کې ویل شوي چې په نړیواله کچه د سلیمې په څېر بې ځایه شویو کسانو شمېر په لومړي ځل له سل مېلیونو اوښتی.دوی کې له لس سلنې ډېر د اوکرایین جګړې بې ځایه کړي.

د ۲۰۲۱ کال تر پایه شاوخوا ۲۷ مېلیون کسانو نورو هېوادونو کې پناه اخېستې وه.له دوي یې ډېر کډوال مخ پر ودې هېوادونو کې مېشت دي. پاکستان او ځینې نور هېوادونو چې مېلیونونه کډوال په کې مېشت دي لا هم د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال تړونونو نه دي لاسلیک کړي.سلیمه پاکستان کې د کډوالو یوه پنډغالي کې زېږېدلې. ۲۹ کلنه سلیمه وايي: زه درېیم نسل کډواله یم. موږ له ډېرو ستونزو او ننګونو تېر شوي یو.‌د سلیمې ټر نیکه د کورنۍ جګړې له امله ترکمنستان پرېښود او د افغانستان جوزجان ایالت کې مېشت شوی وو.

نور یی ولوله| هېواد کې وروستیو سېلابونو ۴۰۰ تنه مړه کړي

نور یی ولوله| د متحده عربي امارتو ولسمشر د افغانستان زلزله ځپونکو لپاره بېړنې مرستې اعلان کړې

په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته د دې پلار ۱۹۷۹ کې پاکستان ته کډوال شو. د کډوالۍ پر مهال یې موروپلار د خیبر پښتونخوا د صوابۍ کډوالو کمپ کې واده وکړ.دغه کمپ کې بنسټیزې اساننتیاوې لکه د څښاک اوبه، برېښنا او روغتیا ته لاسرسی نه وو.

نوموړې وايي زما له زېږېدو لږ څه وړاندې قابلې زما مور ته ویلي وو چې په نس دې ماشوم ناسم لوري ته پروت دی او باید د عملیات له لارې وزېږېږي. خو پلار مې پیسې نه درلودې چې مور مې روغتون ته بوځي چې ۷۰ کیلومتره لېرې وو.”

“په هغوی چې کوم فزیکي او رواني تکلیف تېر شو نو پرېکړه یې وکړه چې له ما به ډاکټره جوړوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button