نړیوال خبرونه

د ښار جوړونې وزارت: هند، افغانستان کې د خپلو پروژو بشپړولو ته لېواله دی

د کور او ښار جوړونې وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د هند سفارت شارژدافیر ویلي دي چې هند په افغانستان کې ځينې پراختیا پروژې بیا پيل وي.

د افغانستان لپاره د هند شارژدافیر

د افغانستان لپاره د هند شارژدافیر دغه موضوع د کور او ښار جوړونې وزارت له سرپرست سره کړي او زیاته کړې ده چې هند له افغانستان سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی. د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي:«کومې پروژې چې دوی په تېر حکومت کې پلې کړې وي، خو هغه د سیاسي تحولاتو او یا هم د ځینو نورو ستونزو له کبله په ټپه ولاړې وي. دې پروژو ته دوی لېوالتیا لري، چې بشپړې يې کړي او ګټې اخیستنې ته يې وسپاري. 

نور یی ولوله | د هرات امنیتي غونډه کې پر ټولګډونه حکومت او د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار

نور یی ولوله | افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره غوره زیری

د وزارت مسوولین

د دې وزارت مسوولین زیاتوي، کابل کې د هند سفارت شارژدافیر ویلي دي، نوی ډهلي له کابل سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي:«دوی خو دا غوښتل، چې د هند او افغانستان اړیکې د پخوا په شان دوستانه اوسېږي. دوی هم غواړي، چې دا اړیکې خرابې نه شي او لا پیاوړې شي. په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د پراختیايي پروژو په عملي کولو سره افغانانو ته کاري زمینه برابرېږي او د هېواد د اقتصاد په وده کې اغیزمن رول لوبوي.

 د اقتصادي چارو شنونکي دریا خان بهیر وویل:«دغه پروژې د دې باعث کېږي، چې د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او همدارنګه د عوایدو کچه ډېره او کولای شي، چې افغانستان له اقتصادي او سیاسي انزوا څخه وباسي. 

د اقتصادي چارو شنونکی نازکمیر زیارمل هم څرګنده کړه:«د دغو  پروژو بېرته پیلول یا شروع کول هم په هېواد کې د بېکارۍ او هم د فقر کچه راکمولی شي. د کور او ښار جوړولو وزارت تمه لري، چې د هند شل نیمګړې او نوې پراختیايي پروژې به د هېواد په غزني، غور، بدخشان، پروان، بامیان، لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې بشپړې شي

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button