د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ حجاب لرونکې لوبغاړي د مینهوالو پام ور اړولی
نهیله بنزینه مراکشۍ فوټبالره ده چې د ښځو نیړوال جام کې یې د مینه والو پام ځان ته ور اړولی دی
د مراکش فوټبال لوبډلې دفاع کوونکې نهیله بنزینه د ښځو فوټبال نړیوال جام کې لومړنۍ حجاب لرونکې لوبغاړې ده او له همدې امله یې میدان کې د تماشهچیانو پام خپل کړي دی.
د ښځو نړیوال جام سیالۍ تېره ورځ پیل چې په دې کې د اسټرالیا او نیوزیلنډ په کوربتوب مراکش له جرمني سره لوبه کې مخامخ شوی و.
نهیله بنزینه څوک ده؟
۲۵ کلنه بنزینه د شاهي وسله وال ځواک فوټبال د یوې مسلکي لوبغاړې په توګه هم لوبېدلې او د مراکش د ښځو لوبډلې لومړنۍ لوبه کې ښه ځلېدلې ده.
بنزینه له ۲۰۱۸ کال راهیسې د مراکش د ښځو لوبډلې هغه لومړنۍ لوبغاړې ده چې تر ۱۰ ډېرو سیالیو کې یې ګډون کړی. هغې مخکې د مراکش لوبډله کې د ۱۷ او ۲۰ کلنو لوبډلو کې هم لوبې کړې چې خورا ښه لوبېدلي او خلک یې لوبه خوښوي.
نور ولولئ: بنزیما د سعودي اتحاد لوبډله ولې خوښه کړه؟
نوموړې په ۲۰۲۱ کال د افریقا د ښځو لوبډله کې هم لوبېدلې ده او د شمالي افریقا د ټولنې لوبډله کې لوبېدلې او د ښځو په شاهي پوځي لوبډله کې یې دریم ځای خپل کړی دی.
حجاب ته د فیفا له لوري اجازه ورکول
په ۲۰۱۲ کال، فیفا د اسیا د فوټبال اتحاد ته په ازمېښتي لوبو کې – چې دوه کاله موده یې وه، په نړیوالو سیالیو کې د ښځینه لوبغاړو د پړوني پر سرولو اجازه ورکړه.
په ۲۰۱۴ کې، فیفا د پړوني پر سرولو بندیز لیرې کړ. دوه کاله وروسته، تر ۱۷ کلونو د ټیټ عمره ښځو نړیوال جام په لومړي ځل اردن کې جوړ شو، چې مسلمانو لوبغاړو پکې حجاب درلود.
مراکش به د راتلونکې یکشنبې په ورځ (جولای ۳۰مه) له جنوبي کوریا سره مخامخېږي او د اګسټ پر دریمه به د کولمبیا پر ضد په وروستۍ سیالۍ کې ولوبېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په عربي هېوادونو کې نهیله بنزینه ډېره ستایل کېږي او ګڼ مینهوال یې پیدا کړې دي. پر دې سربېره د ۲۰۲۳ کال فوټبال نړیوال جام چې په د قطر په دوحه کې تر سره شو، د مراکش نرینه لوبډله هم ښه وځلېده او مخکښو ټیمونو ته یې ماتې ورکړه.
په دې وروستیو کې عربي هېوادونو هم فوټبال ته پاملرنه وکړه او د قطر په څېر هېوادونو د نړیوالو میدانونو د جوړولو او نورو سهولتونو برابرولو ته مټې رابډوهلې.