لوبې خبرونه

د ښځو فوټبال نړیوال جام پیل؛ لومړۍ لوبه له استرالیا، نیوزیلنډ وګټله

ددې جام سیالۍ د نیوزیلنډ په کوربتوب پیل شوي چې په لومړۍ سیالۍ کې استرالیا ماته شوه

په لومړۍ ورځ نیوزیلنډ، ناروې ته یو صفر او استرالیا د ایرلنډ لوبډلې ته په ورته پایلې سره ماته ورکړه.

په سږنیو سیالیو کې د امریکا، جرمني، انګلنډ، جاپان، برازیل، ارجنټاين او ګڼو نورو په ګډون پیاوړې لوبډلې د دې جام د ګټلو لپاره رامخ ته شوې دي.

امریکا به هڅه کوي چې له پرله‌پسې اتلولیو دفاع وکړي

د نورو لوبډلو ترڅنګ، ګډ کوربه هېوادونه، استرالیا او نیوزیلنډ هم هیله لري چې د اتلولي په ګټلو خپل تاریخ جوړ کړي.

د ښځینه وو فوټبال نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو ډېرې اتلولۍ د امریکا لوبډلې ګټلې دي. دوی په ۱۹۹۱، ۱۹۹۹، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو کې دغه جام خپل کړی دی.

ورپسې جرمني دوه ځله په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو کې دا اتلولۍ په خپل نامه کړې دي. ناروې په ۱۹۹۵ او جاپان په ۲۰۱۱ کال کې د ښځینه فوټبال جامونه ګټلي دي.

نور ولولئ: فوټبال: افغان ښځینه لوبډلې د بریتانیا پارلمان ښځینه لوبډله ماته کړه

دا لومړی ځل دی چې د ښځینه وو نړیوال جام سیالۍ د دوو هېوادونو په کوربتوب ترسره کېږي.

استرالیا په نړیوالو سیالو کې په خپلو اوو ځلو ګډون کې درې ځله منځلوبو ته لار موندلې ده. نیوزیلنډ بیا پنځه ځله په دغو سیالیو کې ګډون کړی، خو ډېر مخ ته نه دی تللی.

فیفا په دې وروستیو کې ژمنه کړې چې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې د ښځو روان نړیوال جام کې لوبغاړو ته ځانګړې جایزې ورکوي.

په دې سیالیو کې د نغدي جایزو د اندازې زیاتېدل

هغه لوبډلې چې منځلوبو ته لار مومي هر یوې ته یې دوه اعشاریه ۱۸ میلیونه ډالر، څلورم ځای لرونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۴۵ میلیونه ډالر، درېیم ځای لرونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۶۱ میلیونه ډالر، دویم ځای لرونکې لوبډله به درې میلیونه ډالر او اتلې لوبډلې ته څلور اشعاریه ۲۹ میلیونه ډالر ورکول کېږي.

نور ولولئ: د ایران لوبډلې افغانستان ته په فوټبال کې ماتې ورکړه

د هرې لوبډلې د ۲۳ لوبغاړو له ډلې هر لوبغاړی په سیالیو کې د خپلې لوبډلې لاسته راوړنې ته په کتو، له دېرش زرو ډالرو نیولې چې په ګروپي پړاونو کې شا ته پاتې کېږي بیا تر دوه سوه اویا زرو ډالرو پورې، چې اتلولي خپلوي، ورکول کېږي، خو د ښځو نړیوال جام تنظیمونکي هیله لري، سږکال به دوه میلیارده کتونکي ورجلب کړي، چې په ۲۰۱۹ کال کې د فرانسې له سیالیو به یو اعشاریه دوه میلیارډه ډېر وي.

د ښځو سږني نړیوال جام سیالیو کې ۳۲ لوبډلط په ۸ ګروپونو کې له یوې او بلې سره سیالۍ ته راوتلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button