د ښځو لپاره ډېر خوندي هېوادونه
ځينې هېوادونه د ښځو لپاره خوندي بلل کېږي او دوی کولی شي چې دغو پنځو هېوادونو ته خوندي سفر وکړي
له دې سره سره چې په بېلابېلو هېوادونو کې د ښځو تر منځ دا دود غوړېدلی چې یوازې سفر وکړي خو له خپل هېواده بهر بېله یا جلا سفر کول لا هم ورته یوه ننګونه ده. خو ځینې هېوادونه شته چې د امنیت او د ژوند د کېفیت یا څرنګوالي له پلوه ښځو ته خوندي او د نورو هغو پرتله ښه بلل کېږي.
د کروز لاین په نوم د یوه ناروېژي شرکت پلټنه
دې شرکت په ډاګه کړې چې له هرو درو نفرو یې یو غواړو چې یوازې سفر وکړي او دا خوی تر کورونا وبا وروسته په ځانګړي ډول په ۶۵ کلونو ښځو کې تر ۲۰۲۲ راوروسته ډېر شوی دی.
د پلټنې له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د دغو عمرو خوړلو ښځو یوازې څلور سلنه هغو یوازې سفر کاوه خو په ۲۰۲۲ کې دا کچه ۱۸ سلنې ته ختلې ده.
نور ولولئ: د هند ښځینه پهلوانانې جنسي ځورول کېږي
له دې سره سره چې په ښځو کې د جلا سفر کولو دود ډېر شوی خو د نړۍ په هره برخه کې دوی له توپيري چلند سره مخ کېږي او خپل خوندیتوب ته اندېښمنې وي. خو ځینې هېوادونه شته چې ښځو ته یې د سولييز او خوندي چاپېریال په برابرولو کې ډېر کار کړی دی او هلته د نورو هېوادونو پرتله ښځې ډېر د امنیت احساس کوي.
دلته مو په همدې اړه د ډبلیو.پي.ایس په نوم د جارج ټاون پوهنتون اړوند یوه رپوټ ته کتنه کړې او بیا له ځينو هغو ښځو سره غږېدلي یو چې دغو هېوادونو ته یې سفر کړی او پوښتلې مو دي چې څومره خوندي ورښکاره شوي دي او د یوازې سفر کولو پر مهال نورو ته څه سپارښتنې لري.
سلوانیا هم د ښځو لپاره خوندي دی
سلوانیا د مرکزي او ختيځې اروپا د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې د ډبلیو.پي.ایس بنسټ د ارزونې پر بنسټ د ښځو لپاره د خوندي چاپېریال درلودلو له پلوه تر ټولو مخکې دی. دغه هېواد د مېرمنو د امنیت لپاره خورا ډېر کار کړی دی. د ارزونې له مخې ۸۵ سلنه ښځې په سلوانیا کې د امنیت احساس کوي.
کلر رامسدل هغه ښځه ده چې د سلوانیا پلازمېنې لیوبلیانا ته تللې او د شپې تر ناوخته یې هلته پر واټونو چکر وهلی او عکسونه یې اخیستي دي. دا وايي، “هلته له ګرځېدونکو خلکو تر منځ مې د خوندیتوب احساس کاوه. که څه هم په یوازې سفر کې د پردي هېواد ژبه او له یو چا سره خبرې کول سخت وي خو هلته ما هېڅ ستونزه حس نه کړه”
رامسدل وايي، په ځینو هېوادونو کې که له چا پوښتنه وکړې نو یو سرخوږی درته جوړېږي خو په سلوانیا کې “د ټول سفر پر مهال هېڅ کس ما ته مزاحمت ونه کړ”
دې ته هلته پلي تګ، ټرانسپورټي سیسټم، د لیوبلیانا خواړو او کاکو خوند ورکړی او نورو ته هم سپارښتنه کوي چې خوند ترې واخلي. همدا راز وايي چې د دغه هېواد په لوېديځ کې د شنه سیند سوچا لیدل هم په لیدو ارزي.