ژوندهنر او ادب

د ښکلولو هیجان او مهموالی

ډېری څېړنې وايي چې ښکلول د زړه درد سپکوي او هم روغتیا ته ګټه لري

مچول یوازې له جسماني اړخه ښکلې تجربه نه ده، بلکې د بل پر شونډو خپلې شونډې ټینګول د لامسې حس له پلوه د سر له مساج ډېر خوند لري. له جسمي پلوه د بل ژبه زبېښل هم د مثبت حس د پارولو لپاره یو منځنی توپان پیدا کوي.

مچول ډېر رواني هیجان پیدا کولی شي. هغه خوند چې موږ یې له مچولو اخلو، له دې نظریې سره تړلی چې موږ په ډېره خصوصي او خوندي سیمه کې بل کس ته د یوه خاص کار اجازه ور کوو.

نور ولولئ: مثبت او منفي احساسات کومې ګټې او زیانونه لري

په داسې حال کې چې بل چا ته نږدې کېدل او د هغه اننګي او شونډې لمسول ډېر سپک کار بلل کېږي، خو مچولو کې دا ډېره مهمه ده چې تاسو پرېښودل کېږئ چې خپل مخ د بل له مخ سره ډېرې نږدئ کړئ او په واقعیت کې خپله ژبه د هغه یا هغې خولې ته ننباسئ.

په داسې حال چې دا ډول مچو اخیستل ښايي بد هم وي، خو خوندوره تجربه ده او همدغه تناقص مچول ډېر احساسات پاروونکي کړي دي.

ددې احساسات څه ډول وي؟

د یوې مچو لپاره متقابله اجازه هم یو هیجان دی. موږ خپلې مچو سره په ضمني ډول مقابل لوري ته وایو، چې هغه له نورو کسانو ځانګړی او خورا ممتاز دی.

جنسي هیجان رواني اړخ لري. په مچولو کې چې څه زموږ بدنونه یې کوي، زموږ د پارولو اصلي لا مل نه دي، بلکې مهم هغه څه دي چې زموږ په مغز کې تېرېږي.

که څه هم دا تجربې نه وایو، خو د بل کس له خوا منل کېدل د دې تجربو په سر کې راځي چې په ټول کې ورته پارېدل وایو.

جسماني ګټې

له جسمي یا فزیکي پلوه موږ دا احساس او یا پارېدل د وینې د ډېر ژر پمپ کېدو، په میتابولیزم کې د بدلون، د پوټکي د ګرمېدو یا سره کېدو له لارې وینو، خو پر دې تجربو سربېره د بدلون یو ډېر متفاوت ډول هم شته چې «میتافزیکي» بدلون یې بللی شو، ځکه دا بدلون زموږ اصلي ځانګړنې یا «انسانتوب» او «د ځان او بل ترمنځ اړیکې» سره تړلی دی.

نور ولولئ:  هغه ښځه لومړۍ درجه فارغه شوه چې ۱۶ کلنۍ کې یې لیک او لوست نه شو کولای

په دودیز ډول «ځان» جدا او بېل دی. موږ د خپل ځان او نورو د ځان ترمنځ پر ژوره فاصله پوهېږو. موږ ټول د نه منلو له احساس او شرم رنځېږو، خو د بل کس مچولو سره پر دې ژور انساني احساس غلبه پیلېږي.

دا ډېر یوازې ځان په یوه ځانګړې مچو کې ګډون لري. په دې مچو کې زموږ خوله پر ممتاز ځای بدلېږي، له ځان دفاع هېرېږي او ځان بل ته سپارو، یو مخ بې دفاع او د نورو په لاس کې یو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button