ژوند

د افغان مورخ «علامه پوهاند عبدالحی حبيبي» د مړيني ۳۹ تلین

پوهاند عبدالحی حبيبي د هېواد او سيمي ستر عالم او مورخ دئ چې له ځوانۍ څخه په څېړنو او ليکنو بوخت وو

هغه په فارسي، پښتو او اردو ژبو تاريخ، د ژبو د پوهني تاريخ، د کتابونو پېژندنه، خصوصا چې په زوړ خراسان او اوسني افغانستان ايران او هند اړه لري او تاريخي جغرافيايي مطالعو ته دوام ورکړ چې د خپل ژوند په ٧٤ کلونو کې يې١١٧ کتابونه او رسالې او تقريبا ٥٠٠ علمي او ادبي مقالې ټولني ته وړاندي کړې.

نور ولولئ: آيا شیخ ملي يوسفزی پيژنئ

لوی استاد علامه حبيبي پنځلس کلنۍ کې ښوونکی و او وروسته د طلوع افغان جريدې مدير، د پښتو ټولني مشر، د ادبياتو پوهنځی بنسټګر، په ملي شورا کي د کندهار د خلکو استازی، د صدارت فرهنګي سلاکار، د اطلاعاتو کلتور وزارت فرهنګي مشاورت کړی دی.

پښتو اخبار ليکنه، ادب تاريخ ليکنه، د لرغونو متونو تهيه، د روښاني ادب سيسټماتيکه څېړنه، خوشال پېژندنه، په پښتو شعر کې سبک پېژندنه، په افغانستان کې په پښتو لنډه کيسه ليکنه او په پښتو ژبه ازاد شعر جوړول، هغه څه دي چې په پښتو کي تر علامه حبيبي صاحب مخکي په دې اړه چا څه ندي ليکلي.

له بدمرغه افغانانو او پښتنو ۳۷ کاله وروسته نه ددې عالم کتابونه سم ولوستل او نه يې تشه ډکه شوه.

د علامه حبيبي په زړه پورې خاطره

د داود خان په وروستيو کلونو کې يو علمي سيمېنار ته د نړۍ ډېر عالمان راغلي وه، اېراني عالمانو د وخت د کلتور له وزير ډاکټر نوين (د  عبدالخالق خليق وراره) څخه وغوښتل چې موږ د علامه حبيبي کور او کتابتون وينو، نوين حبيبي ته په ټلیفون کي د دوی غوښتنه وويله:

علامه حبيبي وويل: “ما د هغو هېواد ليدلی دئ، زما کور او ځای د دې وړ نه دی چې دا لوی علما دي خوښ ځني ستانه شي، يا د لږ درنښت له امله زموږ د ژوند او سلوک په اړه خيال بدل نه کړي، نو هيله ده چې ته په دولتي کچه ناسته تياره کړې او زه به يې ښه راغلاست وکړم چي بيا همداسې وشول.”

لوی استاد علامه حبیبي رح د خپل کورنۍ او د خپلو مشرانو د علمیت په باب فاضل استاد بېنوا ته داسي کاږي:

“زما نوم عبدالحی دئ، د عبدالحق اخوندزاده کاکړ کندهاري زوی یم. کورنۍ مو مشهور پوهاند او محقق مولوي حبیب الله کندهاري ته منسوبه ده؛ نو ځکه ځان  حبیبي ګڼم، خو دا نسبت هم ډېر سپک دی، هغه خو په علم مشهور و، منصب يې علم او تحقیق و، مګر زه خو تش په ناپوه او جاهل یم، نو (چه نسبت خاک راباعالم پاک) ښه به دا وي چي اسلاف پخپل انتصاب بدنام نه کړم.”

هغه په ۱۳۶۳ل کال کې د ثور پر شلمه د ۷۴ کالو په عمر د زړه له ناروغۍ څخه خپل ژوند له لاسه ورکړ او د کابل په شهدای صالحين هديره کي خاورو ته وسپارل شو.

لوی استاد حبيبي صاحب لومړنی افغان عالم وو، چي د کور پر دروازه يې د يونيسکو نخښه نصب شوې وه.

 

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button