نړیوال خبرونه

د کابل او ولایتونو روغتونونو لپاره د نويو امبولانسونو پېرل

د ملي تدارکاتو چارو ریاست

د چارو ادارې ملي تدارکاتو ریاست عامې روغتیا وزارت ته ۱۲۵ امبولانسونه چې په تازه توګه له ازبکستانه پېرل شوي وو، وسپارل.

د ملي تدارکاتو ادارې سرپرست

د ملي تدارکاتو ادارې سرپرست وايي، دغه امبولانسونه له ازبکستان څخه د څه دپاسه شپږ مېليونه ډالرو په ارزښت پېرل شوي دي. ښاغلی رحیمي په‌دې اړه وايي: «له ازبکستان څخه د شپږم مېلیونه ۴۵۱ زره او ۶۱۲ امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۲۵ امبولانسونه وپېرل شول.

نور یی ولوله | کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو

نور یی ولوله | د روسیې ولسمشر : مسکو په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې مرسته کوي

د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور زیاتوي: «په‌دې برخه کې ډېر مظلوم خلک ناروغان وي، د شپې له خوا ناروغېږي او یا هم که د ورځې له خوا ناورغېږي یا د سرکونو وضعیت ښه نه‌وي یا موټر نه پیدا کېږي، دا د دوی په خدمت کې دي. د اسلامي امارت دغه چارواکی وایي، د کابل او ولایتونو دولتي روغتونونو ته به دغه نوي امبولانسونه وویشل شي.

د عامې روغتیا وزارت

د عامې روغتیا وزارت وایي، دغه امبولانسونه به ناروغانو ته د ښه خدمتونو له وړاندې کېدو سره مرسته وکړي. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحب زاده وايي: «له بندېزیونو سربېره ډاکټران صاحبان وايي، هغه خدمات چې په تېرو شلو کلونو کې نه‌ وو شوي، اوس وشول. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي. د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي،چې له ۱۸۰ پېرلو شویو امبولانسونو نه ۱۲۵ یې تراوسه عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوي دي

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button