نړیوال خبرونه

د کابل پارکونو ته د نارینه‌وو او ښځو د ورتګ لپاره ورځې مشخصې کړې

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د کابل ټولو پارکونو ته د نارینه‌وو او ښځو د ورتګ لپاره ورځې مشخصې کړې.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، یکشنبه، دوشنبه او سې شنبه به مېرمنې کولای شي پارکونو ته لاړې شي، په دې شرط چې شرعي حجاب‌یې رعایت کړی وي.

اعلامیه زیاتوي نارینه به کولای شي د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو پارکونو ته د تګ اجازه لري، خو د طالبانو پر دغې پرېکړې ځینو سازمانونو انتقاد کړی دی.

نور یی ولوله | طالبان د مس عینک کان د بودا مجسمو ساتنه کوي

له دې جملې د بشري حقونو د څار سازمان کې د ښځو د حقونو مرستیال مشرې هیدر بار ویلي دا په دې معنی ده چې طالبان هڅه کوي پارکونو ته د کورنیو د تګ مخه ونیسي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د نارینه وو لپاره په ځانګړو ورځو کې هم د طالبانو کسان ‘مجاهدین ‘ چې د تفریح لپاره دې پارکونو ته ځي، اجازه نه لري چې خپل نظامي نښانونه او وسله له ځان سره پارکونو ته یوسي.

د طالبانو په اعلامیه کې دغه راز له ښځو غوښتل شوي، چې د کابل ښار شاوخوا سیمو سیل ځایونو ته د ورتګ پر مهال هم ”شرعي حجاب مراعت کړي ” او که نه ”قانوني چلن به ورسره وشي. ”

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button