ژوند

د کاناډا لومړي وزیر خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړ

د کانډا لومړي وزیر جسټین ټروډو خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړی دی

د کانډا رسنۍ وايي، د یاد هېواد د لومړي وزیر طلاقه کړې مېرمن یې له یوه او بل سره د مینې ژوند درلود، خو تېره ورځ هغه خپله دغه ګرانه مېرمن طلاقه کړه او سره بېل شول.

د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو له ۱۸ کاله ګډ ژوند وروسته له خپلې مېرمن سوفي بېلتون اعلان کړی.

دې جوړې په یوه انسټاګرام پیغام کې ویلي، د خپل ګډ ژوند له پای ته رسېدو وروسته به هم ”له ډېرې مینې او درناوي سره د یوې نژدې کورنۍ په توګه ” پاتې شي.

نور ولولئ: امېنه کاچالیا؛ هغه هندۍ ښځه چې نېلسن منډېلا خوښوله

دوی وايي، دا پرېکړه یې ”له سختو خو مانا لرونکو خبرو وروسته کړې. ”دوی په ۲۰۰۵ کال کې مونټریال کې واده کړی و او درې اولادونه لري.

له یوې خوا طلاق او بیا په محل کې یو ځای؟

د ښاغلي ټروډو دفتر بیا په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، که څه هم مېړه، مېرمنې د بېلتون هوکړه لاسلیک کړې، خو په عام محضر کې به یو ځای څرګندېږي.

که څه هم دا جوړه په تېره مارچ میاشت کې کاناډا ته د امریکا ولسمشر جو بایډن د سفر پر مهال او دغه راز د بریتانیا پاچا چارلس درېیم د تاجپوشۍ مراسمو کې یو ځای ولیدل شول، خو په دا وروستیو څو کلونو کې ډېری مهال یو ځای نه لیدل کېدل.

د مینې تر څنګ ددوی د ګډ ژوند ستونزې

له دې مخکې په ۲۰۱۴ کال کې ښاغلي ټروډو په خپل ژوندلیک کې د خپل ګډ ژوند یادونه کړې او لیکلي یې دي: ”زموږ ګډ ژوند بې ستونزو نه دی، موږ له ډېرو لوړو، ژورو تېر شوي یو، خو سوفي مې تر اوسه ښه ملګرې، د ژوند شریکه او معشوقه پاتې شوې ده. ځینې وختونه به ښايي ځورېدلي هم یو، خو موږ یو بل ته تل رښتیني وو. ”

د یادونې ده، چې ښاغلی ټروډو دویم کاناډایی لومړی وزیر دی، چې د لومړي وزیر په توګه د رسمي دندې په ترڅ کې له خپلې مېرمنې بېلتون اعلانوي.

نور ولولئ: د سلمان خان ورو خپلې مېرمن ته طلاق ورکړ

له دې مخکې د ده پلار پیري ایلوټ ټروډو او مور یې مارګریټ ټروډو په ۱۹۷۷ کال کې له شپږ کاله ګډ ژوند وروسته له یوه بله بېل شول او بالاخره یې طلاق واخیست.

خو داسې هم ویل کېږي چې ددوی دا جلاوالی به د دواړو اولادونو ته یو ستونزمن او سخت کار وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button