ژوند

په واده کولو کې دوه اړخیز رضایت

 یوه اړخیزه پړېکړه هم د نجلۍ او هم د هلک په ضرر تمامېږي.

که یو کس پړېکړه وکړي او مقابل لوري خوښه نه وي، نو راتلونکې ژوند کې به هېڅکله خوشحاله نه اوسي.

په واده کې د هلک او نجلۍ پړېکړه تر نورو مهمه وي، ځکه راتلونکې د دوی خپل ژوند دی، نو پرېکړه هم دوی باید ونیسي، ځکه دا د ژوند تر ټولو اړینه پرېکړه او مسئله ده.

د زلميانو او نجونو په منځ کې د کورنیو نه مداخله

که کورنۍ یا بل د هلک او نجلۍ ترمنځ مداخله وکړي، نو راتلونکې کې به مسوولیت هم پر دوی راشي که ښه وي که بد، ملامت به هغه کس وي، نو ځکه باید پرېږدو چې دوی خپله خپل ژوند په هکله پرېکړه وکړي.

که له هغه چا سره د هلک واده وشي چې خوښه یې نه وي یا همداسې نجلۍ هم نو راتلونکې کې د دوی د جلاوالي او دښمني سبب کېږي.

نور ولولئ: د خوشحاله واده لس رازونه

د دواړو لورو نظر غوښتل، ځکه اړینه ده د دې لپاره چې کېدای شي د هلک یا نجلۍ کوم بل څوک خوښ وي.

د هلک او نجلۍ نظر غوښتل یوه منطقي او د اسلام سره برابره لاره ده، نو تل باید دا خبره په نظر کې ولرو.

رضایت ولې مهم دی؟

که د دواړو لورو خوښه وي، د خیانت، طلاق او جلاوالي څخه مخنیوی کوي او راتلونکې کې یوه خوشحاله، روغه او جوړه کورنۍ منځته راتلای شي.

کله چې یو د بل په خوښه واده وکړي، نو راتلونکې کې به اولادونه هم ښه تربیه کولای شي او هېڅکله به ژوند کې کومه ستونزه رامنځته نشي، ځکه که کورنۍ کې ستونزه وي د ماشومانو په روان باندې هم بده اغېزه کوي.

دلته کلیک وکړئ: نړۍ تر ټولو اوږد واده کوم دی چې د ګينس په کتاب کې ثبت شوی دی؟

کوم واده چې په خوښه او دوه اړخیزې پرېکړې باندې شوی د هغو په منځ کې تل درنښت او مینه شته او هڅه کوي تل یو بل درک کړي، چې په منځ کې یې تاوتریخوالی او جګړه پیدا نشي. نو ځکه کورنۍ باید دې خبرو ته باید ډېر پام وکړي چې که هلک وي که نجلۍ لومړۍ یې نظر واخلي بیا یې واده وکړي.

له پېړیو راهیسې زموږ په ټولنه کې د نجونو په ورکولو کې نه یوازې د کورنیو لخوا له دوی سره مشوره کېږي، بلکې یو ډول پېغور ورته ښکاري. دا هغه بد حالت دی چې د اکثرو نجونو ژوند خراب او له تاوتریخوالي ډک وي. دا تاوتریخوالی تر دې کچې رسېږي چې بالاخره نجلۍ دا تاوتریخوالی د خپل ځان په وژلو پای ته رسوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button