تجارت خبرونه

د کانونو غیرقانوني استخراج؛ طالبانو د پنجشیر زمرود پلورلي

طالبان وايي، دوی د پنجشیر د زمردو یوه برخه څه د پاسه څلرویشت ۲۴ میلیونه افغانۍ پلورلي ده

طالبان په داسې حال کې د افغانستان کانونه استخراجوي او په قرارداد یې ورکوي چې د شنونکي په وینا دوی نه داخلي مشروعیت لري او نه هم بهرنی مشروعیت. دوی د نظام د چلولو لپاره اساسي قانون نه لري تر څو د نظام شکل غوره او هر څوک خپل مسئولیت وپېژني.

نور ولولئ: د مغولو واکمنۍ اړوند عینکې لیلامېږی

لږ وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۲مه د پنجشیر ولایت د ځینو زمردو له پلورلو خبر ورکړ. خو ددې اړه نور وضاحت نشته او نه ترې ملت خبر دی چې د کومو اصولو او د کوم طرزالعمل له مخې دوی دغه زمرود پلورلي دي.

په پنجشیر کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې دغه زمرد نوي کېندل شوي وو او څه د پاسه د ۲۴ میلیونه افغانۍ په ارزښت وپلورل شول.

طالبان ټول خپل‌سري کارونه قانوني بولي

طالبان د کانونو استخراج هم قانوني بولي، خو په اصل کې دوی د جمهوریت د دورې ټول قوانین منسوخ اعلان کړي دي.

د باختر اژانس د لینکې له مخې، په پنحشبر کې د طالبانو د والي دفتر وایي:« دا لومړی ځل دی، چې د نویو قانوني کېندل شویو د پنحشیر زمردو قیمتي ډبرو ۱۲۴۴ کرېټه د څه د پاسه ۲۴ میلیونه افغانۍ په ارزښت وپلورل شول.»

ویل شوي، چې دغه زمرد په پنجشیر کې د طالبانو والي حافظ محمداغا حکیم او د دغې ډلې نورو چارواکو په حضور کې په « لوړه بیه» پر سوداګرو پلورل شوي.

پنجشیر دره قیمتي زمرود لري

د پنجشیر ولایت زمرود ډېر مشهور او قیمتي دي چې په جمهوریت کې یې هم غیر قانوني کندنې دوام درلود، خو هغه وخت یو څه محدودیت و، خو په اوس کې طالبانو ټول کانونه په غیر مسلکي توګه استخراجوي.

نور ولولئ: اته کلنه هندۍ د “راهب” کېدو په خاطر له ۵۰ میلیون پاونډ ارزښمن الماس تېره شوه

طالبانو د زمري میاشتې په نیمايي کې د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو کان کېندنې کار پیل کړ.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په هغه مهال اعلان وکړ، چې د زمردو ۲۰۰ کان کېندونکو ته یې د فعالیت جواز ورکړی دی.

د طالبانو د شمېرو له مخې، په پنجشیر کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي او له دې ډلې «۵۰۰ کانونه یې فعاله دي.»

طالبان نور هڅه هم کوي چې د عوایدو د تر لاسه کولو لپاره نور کانونه هم په قرارداد ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button