هنر او ادب

د کتابونو کوم فارمټ انلاین ډېر کارول کېږي؟

اړوند خبرونه: 

د افغانستان ملي موزیم ته لنډه کتنه

خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

، مجلې یا ورځپاڼې آنلاین پېري.

د ۲۰۲۴ کال د یوروسټیټ (Eurostat) د شمېرو له مخې، چاپي بڼه لا هم هغو کسانو ته لومړیتوب لري چې کتابونه آنلاین اخلي.

د اروپایي اتحادیې نژدې ۱۴.۷ سلنه اوسېدونکو د یوروسټیټ له سروې وړاندې په درې میاشتو کې چاپي کتابونه، مجلې یا ورځپاڼې آنلاین اخیستي دي.

دا تر هغو کسانو دوه ځلې زیاته ده چې الکترونیکي کتابونه (e-books) یا آډیو کتابونه ډاونلوډوي.

په انلاین ډول تر ټولو ډېر چاپي کتابونه او مجلې په ایرلنډ کې پېرودل شوي دي. د دغه هیواد ۲۸.۳ سلنه خلک‌ چاپي مواد آنلاین اخلي، ورپسې هالنډ (۲۳.۵٪) او لوګزامبورګ (۲۲.۷٪) دي.

برعکس، تر ټولو کم شمېر په قبرس (۲.۰٪)، لاتویا (۳.۸٪) او رومانیا (۵.۳٪) کې ثبت شوی دی.

د الکترونیکي او آډیو کتابونو په برخه کې، ایرلنډ بیا مخکې دی چې ۲۲.۳ سلنه اوسېدونکي‌ یې دا ډول کتابونه اخلي، ورپسې ډنمارک (۱۹.۷٪) او لوګزامبورګ (۱۳.۳٪) دي.

خو په بلغاریا (۱.۸٪)، لاتویا (۲.۵٪) او رومانیا (۲.۶٪) کې دا کچه ډېره ټیټه ده.

په ډنمارک، قبرس او فنلنډ کې خلک تر چاپي کتابونو زیات الکترونیکي او آډیو کتابونه اخلي.

ټیک‌ټاک د کتابونو پلور زیات کړی

د ټیک‌ټاک پلیټفارم له لارې هم د چاپي کتابونو پلور ډېر شوی، په ځانګړي ډول د #BookTok هشټګ له امله. اوس ډېر کتاب‌پلورونکي د BookTok لپاره ځانګړی کتاب‌بند (بوک ټوک) لري.

BookTok د ټیک‌ټاک یوه برخه ده چې د ادبیاتو لپاره ځانګړې شوې، چیرې چې مینوال پر کتابونو کتنې، طنز ویډیوګانې او نور اړوند مطالب خپروي.

د ټیک‌ټاک د اغېز له امله، د ایرلنډ د کتاب پلور په ۲۰۲۲ کال کې ۱۷۰ میلیون یورو ته رسېدلی و، چې د رومانتیک داستانونو کټګوري پکې تر ټولو ډېره پلورل شوې ده.

لیکواله کالین هوور (Colleen Hoover) د پلور چارټونه رهبري کړي، چې د دې شبکې پر لوستونکو د اغېز څرګندونه کوي.

سپوټیفای (Spotify) هم د آډیو کتابونو له لارې ادبیاتو ته مخه کړې. څه موده مخکې ‌یې دا نوی اپشن په اروپایي اتحادیه کې جرمني او اتریش ته هم پراخ کړ.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button