هنر او ادب

د کتاب نړیواله ورځ او په اړوند یې څو ټکي

اړوند خبرونه: 

د افغانستان ملي موزیم ته لنډه کتنه

خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي

د اپریل 24 مه، چې د ثور له درېیمې سره برابرېږي، د کتاب او د مولف د حق یا کاپي رایټ ورځ ده.

په ۱۹۹۵ کې هسپانیا او روسیې د یونسکو اته ویشتمې عمومي غونډې ته د داسې یوې ورځې د نومونې وړاندیز کړ او دې کنفرانس هم تصویب وکړ.

یو دلیل چې کتاب او د کاپي رایټ لپاره دا ورځ غوره شوه دا و چې د هسپانیا د کاتالونیا د سیمې د اوسېدونکو دود دی چې هرکال په دې ورځ کتاب پلورونکي د هر کتاب پیرودونکي ته له کتاب سره د ګلاب یو ګل هم ورکوي او له بلې خوا دا ورځ د نړۍ د یو شمېر نامتو لیکوالو او شاعرانو د زوکړې له ورځې سره برابره ده.

ویلیم شکیپیر، میګل سروانتس، مانویل وایې خو، ولادیمیر نابوکوف او اینکا ګارسیلاسو دلاوګا هغه لیکوال دي چې دا یې د زوکړې ورځ ده.

د کتاب او کاپي رایټ د ورځې د لمانځلو هدف دا دی چې ټول خلک په تېره بیا ځوانان د کتاب لوستلو خوند کشف کړي، د هغو کسانو ستاینه وشي چې د ټولنې د کلتوري او احتماعي ودې په وده کې رول لوبوي او همداراز د کتاب د چاپ او خپراوي د صنعت په پرمختګ کې ونډه اخلي.

یونسکو په ۱۹۷۲ م کال د کتاب او کاپي رایټ نړیواله ورځ تر دې شعار لاندې ولمانځله: «کتاب د ټولو لپاره» د ملګروملتو د علمي کلتوري ټولنې هدف دا و چې د کتاب او کتاب لوستلو د اهمیت عامه پوهاوی زیات شي. د یونسکو دا اقدام له پراخ هرکلي سره مخامخ شو او تر ۱۰۰ ډېرو هیوادونو کمېټې جوړې کړې او ځینو خو د دې هدف لپاره بودجې ځانګړې کړې.

دا هم ولولئ:  اجي دیوګن یو ځل بیا د فلم سنګم جوړولو ته چمتو دی

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د کتاب چاپ او صنعت نسبتاً وده وکړه، یو شمېر خصوصي کتاب خپرندویې تولنې تاسیس شوې او د کتاب پلورلو او چاپولو له لارې یې یو شمېر خلکو کاري فرصتونه برابر کړل.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button