Uncategorized

د کرونا ناروغۍ له امله ۱۰ زره زندانیان ازاديږي

دولت د کرونا سره مبارزې په وجه شاوخوا ۱۰ زره زندانیان د زندانونو نه ازادوي دغه پرېکړه دولت د دې لپاره کړې تر څو د کرونا ناروغۍ مخنيوۍ وشي.او دډېرو انساني فاجعو نه مخنیوۍ وشي..

لویې څارنوالۍ، روغتيا وزارت او د زندانونو د عمومي رئيس په ګډ خبري کنفرانس کې اعلان وشو، چې ولسمشر محمد غني د زندانيانو د ازادولو فرمان صادر کړی دی

له دوي له قوله هغه زندانیان خوشي کوي چې د کورونا وېروس پر وړاندې له زیات خطر سره مخ دي. د افغانستان لوی څارنوال وویل، د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د مجرمینو ازادېدل د دغه فرمان برخه نه ده.

د زندانونو چارو د تنظیم عمومي رییس احمد راشد توتاخېل وايي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې ټاکل شوې دغه زندانیان تر راتلونکو لسو ورځو خوشي شي.

له دې سره یو ځای د افغانستان د عامې روغیتا وزیر ویلي چې زندانونه د کورونا وېروس د پراخېدو لپاره خطرناک ځای دی او په کار ده چې زندانونو کې بندیان کم شي.

په افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۹۴ ته رسېدلی چې لس تازه پېښې یې په هرات او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په ورته وخت کې لوی څارنوال محمد فرید حیمدي وویل ښځې، ماشومان، له ۵۵ کلنۍ نه پورته عمر لرونکې او هغه کسان چې په نا اعلاجه ناروغیو اخته دي، د ولسمشر له دغه فرمانه ګټه اخیستلی شي.

ښاغلي حمیدي ټینګار وکړ چې د زندانیانو خوشې کول یوه مسؤلانه پرېکړه ده او د خلکو د روغتیا لپاره شوې ده چې د افغان دولت بشر دوستي په ډاګه کوي.

په عيني وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې په هرات کې دې ګرځبنديز نور هم سخت شي او نور ولايتونه دې هم دغه بڼه تعقيب کړي. ولسمشر غني د هغو ولايتونو له واليانو سره خبرې کړې چې له ايران سره کډه پوله لري.

د یادونې وړ ده چې د هرات په شمول د هېواد په بیلابیلو ولایتونوکې د کرونا نارغي ورځ تر بلې زیاتيږي تر دې دمه په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر د سلو نه اوړېدلۍ دۍ. او نور هم احتمال شته چې نوهم ریات شي. .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button