لوبې

د کرکټ بورډ : سی ای او: افغان کرکټ له مشکلاتو وژغورل شو

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په خپل یو پوسټ کې ویلي دي، چې میرویس اشرف د ای سي سي له خوا د چیرمین په حیث ومنل شو، غړیتوب یې ورکړ او بالاخره افغان کرکټ له مشکلاتو څخه وژغورل شو.

نن په دوبۍ کې د ای سي سي غونډه وه چې د افغانستان د کرکټ په اړه یې بحث کاوه او دغه بحث د افغانستان لپاره مثبت و، ځکه چې کرکټ د بندېز څخه وژغورل شو، نوی عمومي رییس ومنل شو او د افغانستان لپاره ډېره مثبته غونډه وه.

اوس تازه د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان یو پوسټ کړی دی او لیکلي یې دي: ((د خاورې قام او د وطن د مینې پور ادا کول د هر چا هيله او ارزو وي، که په داسې سختو حالاتو کې چې سل ننګونې په مخکې لرې، اداره په کمزوري حال کې په لاس درغلي وي، سیاسي، بانکي او سفري ستونزې وي او ته پکې بریالی شې، نو په داسې حال کې بريا ترلاسه کولو خوند یوازې هغه څوک احساسولی شي چې په کمزورو  وسایلو او په تش لاس سره یې په سخته لار مزل کړی وي.))

نور یی ولوله | ماسکو کي د افغانستان سفارت طالب استازي ته سپارل کيږي

نوموړی همدا راز ولس ته مبارکي ورکوي او لیکي: ((مبارک شه ولسه! کرکټ بورډ دا ویاړ تر لاسه کړ چې افغانستان هغه اوله اداره شوه چې ۸ میاشتې وروسته نړۍ  “په رسمیت” وپیژندله، اې سي سي زموږ مشر  میرویس اشرف د چیرمین په حیث ومنلو، غړیتوب یې ورکړ او بالاخره افغان کرکټ له مشکلاتو وژغورل شو.))

نصیب خان مخکې لیکي: ((دا یې پیل دی، نور پلانونه، د تېر وخت مشکلات او ننګونې به بیا درسره شریکې کړم، درې ورځې پرله پسې مجلسونه له لاسته راوړنو ډک و، که ستړياوې وې، شکر دی ثمره يې هم مثبته شوه.  د روژه ماتي وخت دی، زخمي او ځپلی افغان وطن په دعاو کې یاد لرئ.))

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button