لوبې

شاهد افریدی د خپل زوم په اړه څه ویلي دي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی الراونډر شاهد افریدی وایي، چې زوم مې، یعنې چټک توپ اچونکي شاهین شاه افریدي راته ډېر پیغامونو پرېښي خو ما ځواب نه دی ورکړی، چې سخت خواشینی هم یم..

شاهد افریدي

شاهد افریدي په دې وروستیو کې له یوې رسنۍ سره مرکه کړې، چې په خپرونه کې د خبرو پر مهال له شاهد افریدي څخه د شاهین د بیا رغېدنې او د اکتوبر په ۱۶مه له لوبډلې سره د یوځای کېدو په اړه پوښتنه وکړه شاهد افریدي ورته په ځواب کې وویل چې ستا په خبرو سره را یاد شول، چې د شاهین افریدي ماته ډېر پیغامونه پرېښي، خو تر اوسه مې نه دي لوستلي.

نور یی ولوله | د ډېوېډ ملر د لور په اړه خبر

نور یی ولوله | محمد رضوان د کرایسټ چرچ په جومات کې بیان ورکړی دی

پخوانی لوبډلمشر

پخواني لوبډلمشر وویل چې له امریکا څخه تر راتګ وروسته مې خوب پوره نه و او په دې ترڅ کې د شاهین پیغامونه هم راغلي چې لوستل یې رانه هېر شول او ځواب کړي مې نه دي.باید یاده کړو چې شاهین افریدی د تېر یو کال راهیسې د شاهد آفریدي زوم دي شاهین د هغې دوهم لور سره کوژده کړې ده..

هغه زیاته کړه چې مخکې شاهین راته ویلي وو چې اوس ښه احساس کوي خو د هغه فټنس او ​​په نړیوال جام کې ګډون خورا مهم دی، شاهین باید په تمریناتو برخه واخلي، خو ډاکټرانو منع کړې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button