سپورټ

د کرېکټ نړیوالې شورا عمرزی او نبي د نړۍ غوره الرونډران ونومول

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د آی سي سي یا د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې دوه افغان لوبغاړي د روان ۲۰۲۵ کال د پنځوس اوریزو لوبو غوره الرونډران ټاکل شوي دي.

د تازه درجه بندۍ له مخې، عظمت الله عمرزی په ۲۹۶ نمرو لومړی او محمد نبي عیسی خېل په ۲۹۲ نمرو دوهم ځای خپل کړی دی.

په نوملړ کې نور لوبغاړي په ترتیب سره:

سکندر رضا، مهدي حسن میراز، مایکل براسوېل، برنډن مکولن، مېچل سنټنر، راشد خان، ګلېن مکسوېل او روېنډرا جډېجا دي.

د افغان لوبغاړو دا ویاړ په کور دننه هم په خواله رسنیو کې د کرېکټ مینه والو ستایلی دی.

عمرزی او نبي د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دوه هغه ټولچاري یا الراونډران دي چې په کور دننه او باندې زیات مینه وال لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button