لوبې

د کرېکټ ۲۰اوریز نړیوال جام؛ افغانستان په ۸ غوره لوبډله کې ځای خپل کړ

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې پي این جي ټیم ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه

افغانستان د ټي۲۰ یا د کرېکټ ۲۰اوریز نړیوال جام لوبو کې د دریو لوبډلو په ماتولو سره د نړۍ په ۸ غوره لوبډلو کې مقام خپل کړ او نیوزیلنډ له دغه نوملړه بهر شو.

افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ای سي سي نارینه وو شل اوریز نړیوال جام ګروپ سیالیو په لړ کې نن (جون ۱۴) له پاپوا نیو ګیني (پي این جي) کرېکټ لوبډلې سره لوبه کې بریا خپله کړه او دې سره یې رسما د اتو غوره لوبډلو یا سوپر اېټ پړاو ته لار وموندله.

پي این جي لوبډلې د ۱۹ اعشاریه پنځه اوورونو تر پایه پورې ۹۵ منډې و کړې، ټولې وېکټې یې له لاسه ورکړې او افغانستان ته یې د ۹۶ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډله وتوانېده داسې حال کې چې ۷ وېکټې یې لا پاتې وې، د لوبې ۱۵ اعشاریه یو اوور کې هدف بشپړ کړاو بریا یې خپله کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی

فضل حق فاروقي د نن لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. نوموړي ۱۶ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

نور ولول:  افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰اوریزه سیالۍ کې ایرلنډ مات کړ

په پیل کې ابراهیم ځدراڼ له هېڅ منډې پرته لومړی افغان لوبغاړی و، چې د لوبې په دویم اوور کې یې وېکټه له لاسه ورکړه. په درېیم اوور کې رحمان الله ګوربز د ۱۱ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. د لوبې په نهم اوور کې عظمت الله عمرزي د ۱۳منډو له جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه. خو له دې وروسته تجربه کارو افغان لوبغاړو محمد نبي او ګلبدین نائب خورا ښه ملګرتیا وکړه او تر بریا پورې دواړه ناسوځېدلي پاتې شول.

ګلبدین نائب ۴۹ او محمد نبي ۱۶ منډې وکړې.

په نړیوال جام کې دا ۲۹ مه لوبه د سي ګروپ دې دواړو لوبډلو تر منځ د ټاروبا براین لارا اکاډیمۍ په لوبغالي کې وشوه.

افغانستان د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

afghan (26)
افغان لوبډله

د افغان لوبغاړو لوبه

فضل حق فاروقي د افغانستان له لوري توپ اچوونه پیل کړه او د افغانستان له لوري محمد نبي د لوبې په دویم اوور کې د پي این جي یوه وېکټه واخیسته. ورپسې د فضل حق فاروقي په توپ دویم لوبغاړی هم وېکټ ساتونکي رحمان الله ګوربز کېچ اوټ کړ.

د لوبې په درېیم اوور کې پي این جي درېیمه وېکټه هم فضل حق فاروقي ته له لاسه ورکړه.

د افغانستان له لوري نوین الحق له راتګ سره سم وېکټه ترلاسه کړه او د پي این جي لوبډلې څلورم لوبغاړی یې له میدانه بهر کړ.

رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، ګلبدین نائب، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، نور احمد، نوین الحق او فضل حق فاروقي د راشد خان په مشرۍ په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لوري لوبه وکړه.

افغان کرېکټ ملي لوبډله به د جون په ۱۸مه له کوربه هېواد وېسټ‌انډیز سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button