د کورنیو چارو وزیر: د سوداګرو امنیتي ستونزې رفع کوو

د کورنیو چارو وزیر: د سوداګرو امنیتي ستونزې رفع کوو د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات وايي، د خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د سوداګرو او پانګهوالو پر وړاندې شته امنیتي ستونزې صفر کول د پولیسو اساسي دنده او د ده کاري لومړیتوب دی.
ښاغلی حیات پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نن یې د هېواد د مشرقي زون له یو شمېر سوداګرو او پانګهوالو سره کتلي او د امنیت په تړاو یې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي.نوموړي زیاته کړې سوداګرو او پانګهوالو ته مې ډاډ ورکړ چې کورنیو چارو وزارت به له ژمنې سره سم د خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د سوداګرو او پانګهوالو پر وړاندې شته امنیتي ننګونې صفر کړي، ځکه دا د ملي پولیسو یوه اساسي دنده او زموږ کاري لومړیتوب دی.

حیات ویلي، چې څه موده مخکې یو شمېر سوداګرو او پانګهوالو د غلو او اوباشانو د شتون په اړه شکایت کړی و، چې په وینا یې، دوی سمدستي اقدام وکړ او ټولو امنیتي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د پانګهوالو ستونزو او غوښتنو ته ژر رسیدګي وکړي.د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په وینا، یو ځل بیا سوداګرو او پانګهوالو ته ډاډ ورکوي چې د دوی پر وړاندې هر ګواښ به جدي نیسي او امنیتي ستونزې به یې صفر کوي.
هغه دغه راز لیکلي چې سوداګرو او پانګهوالو د کورنیو چارو وزارت د اصلاحي برنامو او د دوی د سر او مال د خوندیتوب په برخه کې د ملي پولیسو په ټوله کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو ستاینه وکړه.څه موده وړاندې ګن شمېر سوداګرو د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د هېواد لویو لارو کې د پولیسو او نامسووله وسله والو لخوا له دوی د غیر قانوني پیسو اخیستو په تړاو شکایتونه درلودل،
خو د سوداګرو په خوله، اوس یې کچه را ټیټه شوې ده.څو اوونۍ مخکې یو شمېر سوداګرو او پانګهوالو چارو سرپرست وزیر سره په کتنه کې د دغه وزارت د هغو اقداماتو ستاینه کړې وه چې لویو لارو کې یې د ناقانونه پیسو اخیستو د مخنیوي په موخه کړي وو.