نړیوال خبرونه

د کورنیو چارو وزیر: نړی باید زموږ حکومت په رسمیت ژر تر ژره وپېژني

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له نړۍ غواړي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

ښاغلی حقاني نړۍ ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په وړاندې ونه کارول شي او د دې سربېره اسلامي امارت چمتو دی چې له نړۍ سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پیل کړي

هیواد د نړیوالو قوانینو او اسلامي او ملي دودونو پر بنسټ

سراج الدین حقاني وویل:«د نړۍوالو قوانینو او د اسلامي او ملي سنت پر بنسټ دغه هېواد په رسمیت وپېژنئ، خو که چېرې په رسمیت یې نه پېژنئ، زه خپلو خلکو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې افغانان دومره بې همته او بې غیرته هم نه دي، خپله شل کلنه مبارزه یې له بهرنیو امکاناتو پرته او په خپل غیرت یې وکړه، او همدا اوس له دغه اقتصادي وضعیت سره د مټو پر زور به مبارزه وکړو

   په دې لټه کې دي چې له طالبانو سره لویه معامله وکړي او که نه

د افغانستان لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي:«دا زموږ په ګټه نه ده، چې افغانستان یو ناتوانه دولت ولري. نو ښایي د ورکړل شویو انتخابونو په منځ کې دا کار ډېر لګښت ولري، چې موږ د دې په لټه کې واوسو چې آیا له طالبانو سره لویه معامله وکړو او کنه. د دوحې په هوکړه لیک کې د دواړو لورو هم د طالبانو او هم د متحده ایالتونو ژمنې شته. خو د دغه هوکړه لیک ځینې برخې عملي شوي او ځینې برخې یې لا نه دي عملي شوې

ښاغلی حقاني نړۍ ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په وړاندې ونه کارول شي او د دې سربېره اسلامي امارت چمتو دی چې له نړۍ سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پیل کړي

نور یی ولوله | د ولسي جرګې کومو پخوانیو غړو په انلاین ډول غونډه ترسره کړې ده ؟

نور یی ولوله | کاناډا د افغان کډوالو لپاره ځانګړی شوی پرړګرام تړي

سراج الدین حقاني وویل:«د نړۍوالو قوانینو او د اسلامي او ملي سنت پر بنسټ دغه هېواد په رسمیت وپېژنئ، خو که چېرې په رسمیت یې نه پېژنئ، زه خپلو خلکو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې افغانان دومره بې همته او بې غیرته هم نه دي، خپله شل کلنه مبارزه یې له بهرنیو امکاناتو پرته او په خپل غیرت یې وکړه، او همدا اوس له دغه اقتصادي وضعیت سره د مټو پر زور به مبارزه وکړو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي چې اسلامي امارت په عملي توګه ثابته کړې ده، چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه خیستل شي. هغه څرګنده کړه:«دا د دوی (نړۍ) په خیر ده چې له افغانستان سره ډيپلوماټيکې اړیکې ټينګې کړي، هغوی موږ ته او موږ هغوی ته اړ یوو، که چېرې سبا دوی په کومه موضوع کې موږ ته اړتیا شي هغه مهال د کومو اصولو پر بنسټ له ما سره به خبرې وکړي.

بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایاتونو مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دې باور دی چې اسلامي امارت تر اوسه خپلې ټولې ژمنې نه دي عملي کړي.
                  
د افغانستان لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي:«دا زموږ په ګټه نه ده، چې افغانستان یو ناتوانه دولت ولري. نو ښایي د ورکړل شویو انتخابونو په منځ کې دا کار ډېر لګښت ولري، چې موږ د دې په لټه کې واوسو چې آیا له طالبانو سره لویه معامله وکړو او کنه. د دوحې په هوکړه لیک کې د دواړو لورو هم د طالبانو او هم د متحده ایالتونو ژمنې شته. خو د دغه هوکړه لیک ځینې برخې عملي شوي او ځینې برخې یې لا نه دي عملي شوې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button