ژوند او ټولنه

د کولمو د ښې روغتیا لپاره باید څه وکړو؟

که غواړی چې تاسو د کولمو ښه روغتیا ولرئ نو دغه لارښوونې تعقیب کړئ

د روغتیا په دې برخه کې څېړنه وايي چې تاسې باید د ۳۰ بېلابېلو بوټو خواړه وخوری.

په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا کولمو پروژې په نامه له څېړنې وروسته ماهرینو وړاندیز وکړ، چې د کولمو لا زیات متنوع مایکروبیوم لپاره باید هره اونۍ د ۳۰ بېلابېلو بوټو سابه او میوې وخوړل شي.

afghan 2024 08 06t125406.348
د کولمو د ښې روغتیا لپاره باید څه وکړو؟

په دې کې نه یوازې میوې او سابه شامل دي، بلکې د تخمونو، دانو، مصالحه جاتو او مغزیاتو په څېر شیان هم شامل دي.

د خوړو د نویو ډلونو لټون

ډاکتره روشي وړاندیز کوي، چې د معمول له مېوې او سبزې ورهاخوا د نویو ډولونو لټون پکار دی، چې یو څه ورسره خواړه متنوع شي.

د بریتانیا عامې روغتیا خدماتو ادارې مسوولین وايي، د داسې خوړو انتخاب چې زیات فایبر ولري، د خوراک په ښه هاضمه کې مرسته کوي او د قبضیت مخه نیسي.

afghan 2024 08 06t125339.279
د کولمو د ښې روغتیا لپاره باید څه وکړو؟

دا اداره وايي، هر بالغ انسان باید هره ورځ تر ۳۰ ګرامه پورې فایبر وخوري. دوی وايي، د سپینو یا میده اوړو پر ځای د سبوس یا دانو لرونکې ډوډۍ یا د غنمینې مکروني پر ځای د شډلو وریجو کارول په خوړو کې د فایبر کچه زیاتولای شي.

نور ولولئ: والدینو ته د ماشومانو د روزلو او باور ورکولو په اړه غوره لارښوونې

نور ولولئ: بریالي خلک تل پر ځان باور لري

نور ولولئ:  پر خلکو د باور کولو چل

دغه راز هغه پټاټې چې له پوټکي سره په اوبو کې اېشول شوي وي یا د نخودو، مټرو او لوبیا په څېر دانې د فایبر نورې سرچینې بلل کېږي.

afghan 2024 08 06t125316.946
د کولمو د ښې روغتیا لپاره باید څه وکړو؟

ډېر فایبر لرونکي خواړه

پريبایوټیک خواړه (د فایبر او کاربوهایډریټس ځانګړي ډولونه) په کولمو کې د ګټورو بکټریاوو د ودې لپاره رامنځته شوي دي. ځینې ډولونه یې کیلې، پیاز، شنه پیاز، اوږه، ګندنه، وربشي، سمنډول، خوباڼۍ، د توتانو ډولونه او لیمو یا نارنج دي.

پاکستان کې د معدې درملنې ماهره ډاکتره هانیشا خیماني وايي، تر شل کلنۍ پورې عمر کې د داسې خوړو خوراک چې مناسب غذائیت ولري، د اوږدمهاله روغتیا لپاره اړینه چاره ده.

afghan 2024 08 06t125424.557
د کولمو د ښې روغتیا لپاره باید څه وکړو؟

ډاکتره خیماني زیاتوي: ”په دې موده کې د خوړو انتخاب د عمر په راتلونکو لسیزو کې د سختو ناروغیو په مخنیوي، د ذهني روغتیا په برخه کې او په ټول کې د فزیکي روغتیايي وضعیت لپاره مهم رول لري.”

د لندن کینګ کالج پروفیسر ټیم سپیکټر په خپل کتاب سپون فیډ: ”ولې هغه نژدې ټولې خبرې ناسمې دي، چې موږ ته د خوړو په هکله ویل شوي وو؟” کې لیکي، د خوړو تر منځ وقفه یا د بېلګې په توګه د سبا ناري او ماښامنۍ تر منځ د ۱۲ ساعتونو وقفه هم کېدای شي د کولمو میکروبونو ته ګټه ورسوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button