ژوند

پر خلکو د باور کولو چل

که چېرته موږ پر خلکو باور کوو، نو باید پر هغه رازونو او چلونو پوه شو چې د باور کولو لپاره مهم دي

په انساني ټولنه کې موږ اړ یو چې په ګڼو مسایلو کې له نورو همکاري او مرسته وغواړو او د همدې مرستې پر اساس وکړای شو، هغه چارې چې سختې او په یوازې ځان یې نشو کولای د نورو په مرسته یې سرته ورسوو.

خو برعکس بیا د ځینو خلکو له لورې په لوی لاس داسې کړنې هم تر سره کېږي چې په یو ډول سره غواړي، دوه خواږه او صمیمي ملګری زړه بدي ا تر منځ یې شک او شبهه رامنځته کړي.

ارواپوهان څه وایي؟

ارواپوهان زیاتوي، هر کله چې یوه ملګري درته د بل ملګري په اړه خبره وکړه، په سړه سینه یې واوره او بیا د هغې خبرې د صدق په خاطر خپله هڅه پیل کړه چې ایا دا خبره حقیقت لري او کنه.

نور ولولئ: د ځوانانو په قربانیو راغلي بدلونونه او پر دوی ناباوري

دوی زیاتوي چې ځینې انسانان له ازله دا خوی لري چې له خلکو سره بده رويه وکړي او له بدې رویې څخه یوه دا هم ده چې لومړی دوی تا سره باور جوړوي او وروسته بیا له دې باور څخه په استفادې هڅه کوي څو تاته مشکل جوړ او په یوه جنجال دې واړوي. پر دې خلکو د باور کولو چل دادی چې دوی باید تعقیب کړل شي او هره خبره یې تر حقیقت سپینه شي. که چېرته سړی سم و، نو باور پرې وکړئ او که شیطاني عاداتونه یې لرل، ځان ترې وساتئ.

د باور کولو هنرونه او چلونه زیات دي

ارواپوهان وایي، تاسو هڅه وکړئ چې د زړه راز هېچاته مه وایاست حتی د مېرمنې په څېر نږدې ملګري ته هم، ځکه که چېرته دا نږدې ملګری له تاسو سره مخالف شي، نو دا امکان ډېر دی چې وروسته دا سړی تاسو ته په دښمن بدل شي او یا هم بلاک مېل کړي او غلطه استفاده درنه وکړي.

تاسو چې چاته د زړه راز وایاست، هغه کس هم داسې نږدې ملګری لري لکه دی چې ستا باوري ملګری دی او که ستا دغه راز له هغه سره شریک کړي نو خبره تر دریم رسېږي او بالاخره ښار خبرېږي. ددې ټولو پایله داده چې هر څوک د باور کولو وړتیا نه لري او نه باید ورباندې اعتماد وشي او که چېرته بیا په ړندو سترګو باور کوی نو پای به یې خطرناک او ځان به مو په خپله د بلا خولې ته ورکړی وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button