ژوندژوند او ټولنه

د کوليسټرول (وينې غوړ) کمولو څو اسانه لارې چارې

د کوليسټرول (وينې غوړ) ډېروالی د انسان بدن ته ډېر تاواني دی، آن شونې ده د انسان ژوند پای ته ورسوي، خو له دې سره -سره هم خلک له هغو عادتونو او خوړو لاس نه اخلي چې کولېسټرول زياتوي، خو که لږه هڅه وشي، کېدای شي له دې خطرناکې ناروغۍ بچ پاتې شو

موږ په همدې اړه نن داسې لارې چارې در معرفي کوو چې په ترسره کولو يې دغه ناروغي مهار کېدای شي.

۱- له سګرټو لاس واخلئ:

د ډاکټرانو د وينا مطابق سګرټ پرته له دې چې په بدن کې د وينې غوړ زياتوی، د انسان بدن ته نورې ډېرې ناروغۍ هم راولي. ډاکټران وايي: د سګرټو په پرېښودو انسان له ګڼو وژونکو ناروغيو ژغورل کېږي چې په هغو کې د زړه ناروغيانې، د سږو خرابي، د وينې فشار او کولېسټرول هم شاملې دي.

۲-هره ورځ ۳۰ دقيقې تمرين:

د روغتيا پوهانو په وينا هره ورځ ۳۰ دقيقې ورزش له انسان سره د ويني د غوړو په کمولو کې کافي مرسته کوي او دغه مقدار مناسب ساتي، همدا راز روزمره دومره تمرين کول بدن له چاغوالي هم ژغوري.

۳- وزن کم کړئ:

د ډاکټرانو په وينا د مسلسل تمرين پر مټ له ۳ څخه تر ۵ کيلو وزن کمولو په مرسته د کولېسټرول اندازه برابره پاتې کېږي، همدا راز د وزن په کمولو ژوند صحتمند کېږي، ډاکتران توصيه کوي چې د ستړيا پر مهال د خوراک پر ځای قدم ووهئ او د پورته ختو پر مهال د لفټ پر ځای له زينو کار واخلئ، هغوی زياتوي چې هره ورځ ۴۰ دقيقې تمرين له ۵ تر ۱۰ سلنې د کولېسټرول په کمولو کې مرسته کوي.

۴- د ژوند په ډول کې بدلون:

ډاکټران د وزن کمول د کولېسټرولو د کنترول لپاره خوار مهم بولي، ځکه نو توصيه کوي چې انسان د خپل خوراک پر عادت غور وکړي او د بدلولو هڅه يې وکړي او داسې خوراکي توکي د خپل خوراک برخه وګرځوي چې د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

۵- ډېر لږ کولېسټرول روغتيا ته ګواښ دی:

يو لور ته که د وينې د غوړو ډېره اندازه روغتيا ته ګواښ پېښوي، بل لور ته يې ډېره کمه اندازه هم د انسان روغتيا ګواښي، ډاکټران وايي، که کولېسټول له ۱۶۰ اېم جي، يا ډي اېل نه ښکته ولاړ شي، له دې څخه د کېنسر، لوړ فشار او په ښځينه‌و کې له وخته مخکې د بچي زېږون پېښې رامنځته کېدای شي.

نور ولولئ: د وچ ادرک چای که د روغتیایي ګټو سرچینه؛ دا مو له ډېرو ناروغیو خوندي ساتي

او همدارنګه کوچنيانو هم په دې ناروغۍ اخته کېدای شي. د ډاکټرانو په وينا د چاغو او د زړه په ناروغيو د اخته کورنيو آن دوه کلنو کوچنيانو ته هم دغه ناروغي رسېدای شي، ځکه نو بايد په خوراک غور وکړای شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button