د کډوالو چارو وزارت: دننه په هېواد کې ۳۸۰ بې ځایه شوي کورنۍ لرو
دغه وزارت وايي، چې ددغه کورنیو د بېرته ځای پر ځای کولو لپاره یې هڅې روانې کړي دي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو کډوالو چارو وزارت وايي چې ډېری بې ځایه شوي د هرات، ننګرهار، کندوز، بغلان، تخار او مزار ولایتونو دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وايي، دمګړۍ په هېواد کې څه باندې ۳۸۰ زره کورني بېځایه شوي لرو.
ښاغلی راشد وايي چې ډېری دغه بېځایه شوي د هرات، ننګرهار، کندوز، بغلان، تخار او بلخ ولایتونو دي چې، په تېر یوه کال کې څه باندې ۷ زره کورنۍ بېرته خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د بې ځایه شوو کورنیو لپاره د یاد وزارت پلان
د دغه وزارت مرستیال د بې ځایه شویو په تړاو د یاد وزارت تر لاس لاندې پروګرامونو یادونه هم کوي.
عبدالرحمن راشد وايي:«اسلامي امارت پرېکړه کړې چې دوی په داوطلبانه توګه خپلو اصلي مېنو ته ولېږدوي او د هغوی ستونزې او اړتیاوې پوره کېږي او هوډ لرو چې ورته کور ورکړو.»
نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی
نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو
ورته مهال، ځينې کورني بېځایه شوي چې د هغوی کورونه د کابل ښاروالۍ لخوا ویجاړ شوي، له اسلامي امارته غواړي چې هغوی ته سرپناه جوړه کړي.
۴۲ کلن صالح محمد له څه باندې نهو کلونو راهیسې د کابل په یوې څنډه کې ژوند کوي. دی وايي، د کورنیو جګړو پر مهال له ننګرهار کابل ته راغلی او له هغه وخته تر اوسه په دې ځای کې ژوند کوي.
د بې ځایه شوو مجبوریتونه
صالح وویل:«اوس زه بېرته خپل کلي ته ځم، خو زه اوس دا وسه نهلرم چې زه خپل دغه لرګي، د خپل کور وسایل خپل کلي ته یوسم. زه اوس اړ یم چې خپل دغه لرګي په نیمه بیه خرڅ کړم.»
له دې سره سم، ځينې نور داخلي بېځایه شوي وايي، ۸ ورځې مخکې کورونه یې د کابل ښاروالۍ له لوري وران شوي او دمګړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی له اسلامي امارته غواړي چې، د سرپناه غم یې وخوري.
کورنی بېځایه شوی وحیدالله وايي:«په خپله معیوب یم او کونډې او یتیمان راته ناستې دي، څنګه وکړم؟»
بل کورني بېځایه شوي زرولي هم څرګنده کړه:«ستونزه مو دا ده چې زموږ کور یې را ړنګ کړ، نور نه د ځای درک شته او نه د پیسو درک شته چې، له دغه ځایه نه کور یوسو او په یو ځای ته یې ورسوو.»
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې بې روزګاري او فقر د خلکو ورځنی ژوند ځپلی او نه شي کولی چې په سمه توګه خپل لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. له همدې امله زیاتې کورنۍ له خپلو کورنیو او کلیو کوچېدلي دي.