سیمه ییز خبرونه

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ځنډېدل

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دوه میاشتې نور هم وځنډول شو

د افغان چارو کارپوهان وايي، داسې ښکاري چې دمګړۍ د پاکستان حکومت له خپله هېواده د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه ځنډولې ده، د دوی په وینا د دې لویه وجه پر اسلام اباد د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو فشار کېدای شي.

ددغو کارپوهانو په وینا ځکه چې نړیوالو بشري سازمانو له وړاندې ویلي ول چې افغانستان کې د امنیت وضعیت سم نه دی او له پاکستانه تللې افغان نجونې د مرګ له ګواښ سره مخامخېدای شي.

یاده وي په ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د افغان کډوالو د “پي او ار” کارتونو موده پای ته رسېدلې وه او هم په هغه کال د اکتوبر په میاشت کې د اسلام اباد حکومت په دې هېواد کې غېر راجسټر افغان کډوالو ته له خپله هېواده له د وتو امر کړی وو.

afghan (2)
هېواد ته جبري راستېندونکي کډوال

د اسناد لرونکو افغانانو په اړه معلومات راغونډول

له هغه وروستو د هغه هېواد چارواکو د فبرورۍ پر درېیمې نېټې د افغان کډوالو په پاکستان کې د ایسارېدو نېټه د سږني ۲۰۲۴ کال تر ۳۱مې نېټې پورې وغځوله او مرکزي حکومت د دویم پړاو پیلولو په موخه ټولو ایالتونو ته امر وکړ چې د اپرېل تر پینځلسمې نېټې پورې دې د اسناد لرونکیو افغان کډوالو په باب مالومات راغونډ کړي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د وینا له مخې په لومړي پړاو کې یې تر پنځه سوه زره زیات بې اسناده افغان کډوال ایستلي دي.

که څه هم په پاکستان کې مېشت افغان کډوال دې حکومتي اعلان اندېښمن کړي دي، خو په پېښور کې د افغان چارو کارپوه او خبریال شمیم شاهد امریکا غږ ته وویل، پر اسلام اباد د نړیوالې ټولنې د فشار له کبله دمګړۍ د کډوالو د ایستلو بهیر درول شوې.

پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو اراده لري

نوموړی زیاتوي د اپرېل پر ۲۳مه نېټه د پاکستان د حکومت د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د افغان کډوالو د نوم لیکنې په باب خبرې شوې وې نو د دې مانا دا ده چې دوی د افغان کډوالو د ایستلو اراده لري، خو د ځینو نړیوالو قوتونو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د فشار له کبله او د پاکستان د کمزوري اقتصاد له کبله د کډوالو د ایستلو بهیر ځنډول شوی دی.

ښاغلي شاهد وویل:”په لومړي پړاو کې افغانستان ته ستانه شوي ډېری کډوال لاهم تر شنه اسمان لاندې بې سرنوشته پراته دي، او په هغوی کې یې ځینې په یوه نه بله لار پاکستان راغلل.”

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button