لوبې

د ګلبدین ارمان پوره شو

د ګلبدین نایب هغه ارمان پوره شو چې له ډېر وخته ورپسې و

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او پخوانی کفتان ګلبدین نایب وايي، چې د هند سوداګریز لیګ کې یې په اخستل کېدو هغه ارمان پوره شو، چې په زړه کې یې و. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان ګلبدین نایب د هند د کرکټ په لوی تجارتي لیګ (ای پي ال) کې د ډهلي کاپیټلز له لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی او دغې لوبډلې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (حمل شپږمه) هغه ته ښه راغلاست ووایه. ګلبدین نایب نهم افغان لوبغاړی دی چې د ای پي ال په روان سیزن کې د لوبو لپاره غوره کېږي.

په ای پي ایل کې د هغه برخه اخیستل

ګلبدین له کابل څخه هند ته د روانېدو په مهال په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي: « هند ته روان یم چې په ای پي ال کې برخه واخلم. دا مې هیله وه چې په دغه ستر لیګ کې ګډون وکړم، زده کړې او ښو لوبو ته سترګې په لار یم. د ډهلي کاپیټلز لوبډلې هم په خپل فیسبوک کې ګلبدین ته د ښه راغلاست پیغام خپور کړی دی. په دغې پاڼې کې لیکل شوي‌ دي‌ د افغانستان ځواکمن لوبغاړی اوس د ډهلي کاپیټلز غړی دی. ګلبدین د استرالیايي لوبغاړي مېچ مارش په ځای له دغې لوبډلې سره یو ځای شوی دی، مارش په لوبې کې ژوبل شوی و.

نور ولولئ: افغان کرکټ ته نور باید څه وشي او نور څنګه مخکې لاړ شي؟

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

ګلبدین نایب د افغانستان د کرکټ پخوانی کپتان او اوسنی لوبغاړی دی او څو میاشتې مخکې یې په هند کې د هند په مقابل دوو شل اوریزو لوبو کې پرلپسې پنځوسیزې وکړې او ښه وځلېده. د هغه له دغو لوبو وروسته د هند مشهور لوبغاړي اشوین په خپل ایکس حساب کې د آی پي ال لوبډلو مالکانو ته د ګلبدین دغه لوبې وریادې کړې وې او په غیر مستقیم ډول یې غوښتي وو چې ګلبدین نایب دې آی پي ال غوره کړي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې سري لنکا ته په دریمه ۲۰اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

په ای پي ایل کې نور لوبېدونکي افغان لوبغاړي

د ای پی ال په روان سیزن کې راشد خان،‌ نور احمد او عظمت الله عمرزی د ګجرات لوبډلې، محمد نبي د ممبۍ انډینز له لوبډلې، رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر د کوکلتۍ نایټ رایډرز، نوین الحق مرید د لکهنو سوپر جاینټز او فضل حق فاروقي د سنرایزر حیدراباد له لوبډلو سره لوبېږي.

ګلبدین نایب د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه بېټینګ الراونډر دی او ډېر کم پېښ شوي دي، چې نوموړی دې له لوبو کېنول شوی وي.

په آی پي ال کې لس لوبډلې لوبېږي او د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو لوی تجارتي لیګ بلل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button