نړیوال خبرونه

د ګلبدین حکمتیار نوي حکومت لپاره نوې طرحه

ګلبدين حکمتيار وايي، چې يوه نوې طرحه يې ټولو لوريو ته وړاندې کړې ده، چې عبدالله عبدالله او حامد کرزي منلې ده، خو اشرف غني لا هم دا طرحه نه ده منلې.

د حکمتيار په وېنا، دغه طرحه يې د دې لپاره جوړه کړې ده چې هېواد له بحرانه وباسي، ځکه چې ټاکنې شفافې نه وې او د ټاکنو له لارې راغلى ولسمشر نه هم ټاکنيز ټيمونه مني، نه يې ملت مني او نه يې هم بهرنيان مني، نو په داسې وخت کې د حل يوازينۍ لاره همدا ده چې د څلورو لوريو يو حکومت جوړ شي.

ګلبدين حکمتيار چې له شمشاد ټلويزيون سره يې ځانګړې مرکه درلوده، وويل چې هغه سبا د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي، ځکه چې د يو پر ځاى دوه ځايه ولسمشران د لوړې مراسم ترسره کوي، دا هر څه له دې لامله وشو چې ټاکنې شفافې ونه شوې، خلکو پکې ګډون ونه کړ او د اشغال تر لاندې هېڅ کله هم شفافې ټاکنې نه شي ترسره کېداى.

هغه همدا راز وايي، چې په ټاکنو باور لرم او تل پرې ټينګار کوم، خو داسې ټاکنې نه چې کمېسيون يې مستقل نه وي، له تقلب ډکې وي او هېڅوک يې هم نه مني، هغه وايي که د ټاکنو نتيجې ټولو منلې واى، په ځانګړې توګه بهرنيانو، ځکه چې د ولسمشر د ټاکلو پرېکړه خو هغوى کوي.

هغه وايي، که موږ په ټاکنو کې بريا هم ترلاسه کړې واى، په دې پوهېدو چې هېڅوک يې راسره نه مني، موږ ويل چې انلاين ټاکنې به ترسره شي او په سبا به يې رسمي پايلې هم اعلان شي، ځکه موږ ټاکنې د حل يوازينۍ لاره ګڼو، خو هغسې ونه شو.

حکمتيار وايي، چې له عبدالله عبدالله او حامد کرزي سره مې ګډه غونډه درلوده، تر څو په هېواد کې روان بحران پاى ته ورسوو.

هغه وايي، هغوى ته مې وويل چې سوله اوس يو ضرورت دى، نو راځئ چې د ټاکنو پاڼه نوره واړوو، موازي حکومت هم نه غواړو، مشارکتي حکومت هم نه غواړو او د ملي يووالي حکومت هم له فساده ډک و، نو راځئ چې يوه نوې طرحه وړاندې کړو او يوه معقوله لاره پېدا کړو.

د ګلبدين حکمتيار د طرحې ته مرخه، اشرف غني به ولسمشر وي او ټول به يې مني هم، که څه هم ځينې يې منتخب ولسمشر نه مني، خو د ولسمشر په توګه به يې ومني، نو تر څو چې سوله راځي او نوى حکومت جوړېږي، په دې موده کې يو حکومت ته اړتيا شته، خو د ټاکنو په اساس راغلى ولسمشر هېڅوک نه مني او ملت يې هم نه مني.

هغه وايي، چې اشرف غني به ولسمشر وي، اجماع به رامنځته کېږي، تر څو اقتدار د يو چا په انحصار کې نه وي، په خپل سر به پرېکړې نه کېږي، د ولسمشر تر څنګ به د تصميم يو عالي مرجع رامنځته کېږي، چې په ټولو ملي مسايلو کې به پرېکړې کوي او دا مرجع به د څلور واړه لوريو په توافق سره رامنځته کېږي، تر څو څوک دا فکر ونه کړي چې د چا پرېکړې ته احترام نشته.

د هغه په وېنا، د دغه عالي مرجع پرېکړې به ټول مني، دا مرجع به پرېکړې کوي، لکه د سولې خبرې، سرې کرښې او نورې ډېرې، همدا راز د واليانو، وزيرانو، سفيرانو او نورو ټولو خلکو ټاکل به هم د همدې مرجع پرېکړې وي.

ګلبدين حکمتيار زياتوي، چې له دې طرحې يې معنا دا نه ده چې موږ اقتدار وېشو، بلکې يو حکومت ته اړتيا لرو تر څو بحران ختم شي او روغه جوړه وشي، ځکه د روغې جوړې تر ټولو اسانه لاره همدا ده.

خو د هغه په وېنا، دا مرجع چې د عبدالله عبدالله، حامد کرزي، اشرف غني او په خپله د ده له لوري به جوړېږي، درې لوريو منلې ده خو اشرف غني تراوسه پورې مثبت ځواب نه دى ورکړى.

هغه وايي، چې دا طرحه موږ له بهرنيانو او ټولو سره شريکه کړې ده، موږ اشرف غني ته وايو چې د ټاکنو په اساس هم ته په ارګ کې پاتې کېدل غواړې او موږ هم تا په ارګ کې غواړو، نو بيا مشکل په څه کې دى.

حکمتيار وايي، چې سوله به راځي، ښايي ٤ مياشتو کې راشي، امريکايان خپل پوځيان وباسي او دا خبره خو ډونالډ ټرمپ په خپله کړې ده چې د دوى پوځيان ووتل، نو دا حکومت بيا مقاومت نه شي کولاى.

د يوې پوښتنې په ځواب کې ګلبدين حکمتيار وويل، چې د اشرف غني په ناکامه او بدنامه حکومت کې هېڅ کله ګډون نه کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button