نړیوال خبرونه

د یوناما مشره: د نجونو د تعلیم مخنیوی به پر افغانستان نه‌جبرانېدوکی اغېز وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت مشره وايي چې د نجونو د تعلیم د مخنیوي په برخه کې د طالبانو پرېکړه به پر افغانستان داسې اغېز وکړي چې د جبران وړ به نه‌وي. دیبرا لاینز دا خبره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سهیل شاهین سره په کتنه کې کړې ده.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش هم ویلي و چې له شپږم د لوړو ټولګیو د زده‌کوونکو نجونو لپاره د ښوونځیو په پرانیستلو کې د طالبانو پاتې راتلل د ډېرې ژورې خواشینۍ خبره ده. ښاغلي ګوترش د وري په درېیمه نېټه پر ټویټر په یو بیان کې پر طالبانو غږ وکړ چې بې له ځنډه د ټولو زده‌کوونکو لپاره ښوونځي پرانیزي.

د نجونو د تعلیم د مخنیوي په برخه کې د طالبانو د پرېکړې پر وړاندې په کور دننه او بهر غبرګونونه په زیاتېدو دي. پرون د ۱۶ هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د دې اقدام په اړه ژور خپګان څرګند کړ او پر طالبانو یې غږ وکړ چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

نور یی ولوله | اسټرالیا، سریلانکا ته د (۱۰) لوبو په موخه اوږد سفر لري

د البانیا، اندورا، اسټرالیا، بلجیم، بوسنیا، کاناډا، استونیا، جرمني، ایسلنډ، کوسوو، ملاوي، منګولیا، نیوزیلنډ، سویډن، ټونګا او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یو ګډ بیان کې ويلي چې د ښځو او د بهرنیو چارو د وزیرانو په توګه له دې کبله سختې خواشینې دي چې افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوي.

د دوی په بیان کې راغلي چې دا پرېکړه له دې کبله په خاص ډول ډېره ځوروونکې ده چې طالبانو مخکې د نجونو په ګډون د ټولو افغان ماشومانو د ښوونځیو د پرانیستو ژمنه کړې وه. د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې له بشري مرستو هاخوا له افغانستان سره د دوی د دولتونو ټول تعاملونه به له دې سره تړلي وي چې طالبان خپله پرېکړه بېرته اخلی که نه.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button