د ۲۰۲۴ کال تر ټولو زړه راښکونکې قطبي رڼاګانې
په دې کال کې په انګلنډ کې قطبي رڼاګانې د نړیوالو رسنیو سرټکی ګرځېدلی دی
د الله ج د قدرتونو یوه نښه همداده چې په خپل خلقت کې یې ښکلا او ظرافت ځای پر ځای کړی دی او دنیا ته یې ځانګړی خوند او رنګ وربښلی.
الله عزوجل په خپل خلقت کې رڼاګانې هم له څو رنګونو جوړې کړي او نړۍ یې ورباندې ښایسته کړي ده.
سږ کال اسماني رڼاګانو یا د ارورا زړه په زړه پورې وړانګو څو ځله د شپې تیاره اسمان روښانه کړ.
د سټېف په نامه نادره ښکارنده
د ډېرو لپاره د اسماني رڼاګانو یا ارورا لیدل یوه له هغو هیلو ده، چې پوره کول یې قطبي مدار ته ګران بیه سفر غواړي او دا هم په کې معلومه نه ده، چې هغه ډول ننداره به ولیدلی شو چې هیله یې لرو او که نه.
نور ولولئ: ډونلډ ټرمپ يو ځل بیا ولسمشری انتخاباتو ته ځان نوماندوي
نور ولولئ: تاسو د پردیو موجوداتو له سکلېټونو خبر یاست؟
په ۲۰۲۴ کال کې د شمال اسماني رناګانې یا سپېده چاودې تر ډېره په سویلي سیمو کې هم ولیدل شوې. آن د انګلنډ په جنوبي سیمو کې ځینو اوسېدونکو د دې ښکلو وړانګو د لیدو رپوټونه ورکړي دي. له سرو، زرغونو، شنو او ارغواني رنګونو یوې ټولګې سره چې ان د سټېف په نامه نادره ښکارنده پدیده هم ورسره را برسېره شوه، سږنی کال یې تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو غوره کال وګرځاوه.
دغه له رنګونو ډکې رڼاګانې به راتلونکی کال ولیدل شي؟
اصلي دلیل چې دا وړانګې ډېرې حیرانوونکي او عالي دي دا دی، چې موږ د لمر د ۱۱ کلن فعالیت په اوج کې یوو. په دې دوره کې له لمر څخه رابهر کېدونکي او را خوټېدونکي مواد او ګازونه زیاتېږي.
دا پدیده یا حالت په فضا کې د مادې او انرژي قوي چاودنه رامنځ ته کوي او د سپېده چاود په ګډون د بېلابېلو پېښو لامل کېږي چې موږ یې له ځمکې وینو.
د لمریزو وړانګو زیاتوالی د لمر د مقناطیسي قطبونو د څرخېدو له امله رامنځ ته کېږي. لکه ځمکه کې چې د شمال او سویل قطب ځایونه سره بدل شي.
اصلا تمه دا وه، چې د لمر دا فعالیت به د ۲۰۲۵ کال دویمې نیمايي په ورستیو کې خپلې لوړې څوکې ته ورسېږي، خو د ناسا ساینس پوهانو، د متحده ایالتونو ملي سمندري او چاپېریال ادارې، او د سولر سایکل (لمریز څرخ) وړاندوینې ګروپ اعلان وکړ، چې د لمر یاد فعالیت د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې خپلې اوج ته ورسېد.