د IPL سیالیو ۱۸ مه دوره لوبې به د روان کال د مارچ په ۲۲مه پیل شي

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د ۲۰۲۵ کال د هندوستان پريمير ليګ مهالويش د يکشنبې په ورځ د هندوستان د کرکټ د کنټرول بورډ (BCCI) لخوا اعلان شو.
د دې سیالۍ د پرانستې لوبه به د مارچ په ۲۲مه د مدافع اتلانو کلکاتا نایټ رایډرز او رائل چلنجرز بنګلور ترمنځ په ایډن ګارډنز، کلکاتا کې ترسره شي.
د دې ستر لیګ پایلوبه به د می په ۲۵مه په همدې میدان کې ترسره شي.
په مجموع کې به ۱۳ سیمې په ۶۵ ورځو کې ۷۴ لوبې کوربهتوب وکړي چې د IPL ۱۸مه دوره ده.
د ليګ مرحله به له مارچ ۲۲مه تر می ۱۸مه ترسره شي. پلې آف مرحلې به د می له ۲۰ څخه تر می ۲۵ پورې ترسره شي.
پاموړ ده چې ممبۍ انډينز به یوازې یو ځل د اپریل په ۷مه د وانکهیډ سټيډيم کې د رائل چلنجرز بنګلور سره مخ شي.
له بلې خوا، چينای سوپر کينګز به دوه ځله په چينای (مارچ ۲۸) او بنګلور (می ۳) کې د RCB سره ولوبېږي.
CSK به د مارچ په ۲۳مه په چينای کې او د اپریل په ۲۰مه په ممبۍ کې د خپلو پخوانيو سیالانو MI سره مخ شي.
ای پي ایل په کرېکټ کې تر ټولو مشهور او لوی لیګ بلل کېږي.