نړیوال خبرونه

ذبیح الله مجاهد، م.م ته؛ “په دغه سازمان کې د افغانستان چوکۍ را وسپارئ”

طالب ویاند ښاغلي مجاهد یو ځل بیا له ملګرو ملتونو د چوکۍ ورسپارلو غوښتنه کړې ده

طالبانو پرله‌پسې هڅه وکړي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي چوکۍ ور وسپارل شي، خو سره له دومره هڅو تر ننه نه دي بریالي شوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټينګار کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې د دې لپاره ور وسپارل شي چې له نړۍ سره نږدې اړېکې وپالي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر چوکۍ تر اوسه د افغانستان د پرځېدلي اسلامي جمهوریت استازی نصیر فایق ناست دی او طالبانو ته نه ده سپارل شوي.

afghan (43)
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر چوکۍ تر اوسه د افغانستان د پرځېدلي اسلامي جمهوریت استازی نصیر فایق ناست دی

له ملګرو ملتونو د طالبانو غوښتنه

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله نن پنج شنبه د (غبرګولي ۲۴مه) یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ دې نور دوی ته ور وسپارل شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نږدې درې کاله کیږي چې پر دغې څوکۍ د افغانستان د مخکیني جمهوري حکومت استازی نصیر فایق پاتې دی او د افغانستان استازولي کوي.

نور ولولئ: د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد: هېڅ یوه ډله به د افغانستان له خاورې نور هېوادونه تهدید نه کړي

د طالبانو حکومت د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره په شرطونو کې یو همدا شرط ایښی چې په ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ دې دوی ته ور وسپارل شي.

له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو هڅې

ذبیح الله مجاهد د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د دغې څوکۍ په ورکړه سره به د دوی اړېکې له نړۍ سره نږدې شي او په دغه کار سره به ځينې ستونزې هم حل شي.

طالبان داسې مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ غوښتنه کوي چې تر ننه د یوه هېواد له لوري هم د یوه مشروع او رسمي دولت په توګه نه دي پېژندل شوي.

طالبانو د بهرنیو اړیکو د رغولو په ترڅ کې توانېدلي چې له چین، روسیې، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي.

خو دغه اړیکې هم داسې شکل لري چې یوه هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي.

طالبانو هم بار، بار اعتراف کړی چې د نړۍ له لوري د طالبانو په رسمیت نه پېژندل او پر دغه ډله نړیوال بندیزونه ددې لامل شوي چې افغان ولس له فقر او ستونزو سره مخامخ کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button