ذبیح الله مجاهد: د امریکا متحده ایالاتو سره دوحه کې کړي ژمنې ېې پر ځای کړي دي
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، «اسلامي امارت» د امریکا متحده ایالاتو سره دوحه کې کړي ژمنې پر ځای کړي دي.
ښاغلي مجاهد د جمعې په ورځ جولای ۲۲ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ند پرایس څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې «اسلامي امارت» به هیڅ چاته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي. د راپورنو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل تر څو چې طالبان د امریکا متحده ایالاتو او افغانانو غوښتونو ته پام ونکړي متحده ایالات به له هغوی سره اړیکې ونه ساتي.
د ښاغلي پرایس په وینا له القاعده شبکې سره اړیکې قطعه کول، له تروریزم سره مبارزه او د ټول شموله حکومت جوړول له طالبانو څخه سیاسي غوښتنې دي. نوموړي زیاته کړې چې د نجونو پر مخ د شپږم پورته ټولګیو پرانیستل، د اقلیتونو حقوقو ته پام کول، ښځو ته د کار اجازه ورکول او هغو افغانانو ته چې غواړي له دغه هیواد څخه ووځي اسانتیاوې برابرول له طالبانو څخه د افغانانو اساسي غوښتني دي.
نور یی ولوله | کابل کې د یوه خریه بنسټ له لوري د دوه ویشت جوړو د ډلهییزه واده مراسم تر سره شول
نور یی ولوله | د نجونو تړلي ښوونځي؛ دیني عالمانو او حامد کرزي یي یو ځل بیا د پرانیستو غوښتنه کړې
هغه همدارنګه ویلي چې طالبانو له خپلو خلکو سره کړي ژمنې نه دي عملي کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تر څو چې طالبان دې غوښتونو ته پام ونکړي د امریکا متحده ایالات به له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکې او جوړجاړی ونکړي. خو د طالبانو حکومت ویاند د تیر په شان یو ځل بیا ویلي چې اسلامي امارت د ټولو وګړو شرعي حقوقو ته ژمن دی.
هغه ویلي: “همدا ډول د افغانستان اسلامي امارت د خپلو وګړو د ټولو شرعي حقوقو ورکړې ته هم ژمن دی. په افغانستان کې دښځو او نارینه لپاره د نورمال ژوند او امن فضا جوړه شوې ده او د ټولو اقلیتونو حقوق محفوظ دي. نور په افغانستان کې د نظام او د ژوند نورو چارو څرنګوالی د افغانانو مربوط مسائل دي