ذهني ځواک او معافیت سیسټم ته د باډي بیولډینګ تمرین ګټې

وزن پورته کول یا باډي بیولډینګ تمرین ستاسو ذهني ځواک او د بدن معافیت سیسټم لا پیاوړی کوي
باډي بیولډینګ ستاسو د بدن د ښکلا تر څنګ نورې ګټې هم لري چې باید دلته یې درسره شریکې کړو.
د وزن پورته کول ښايي ستاسو ذهن ته هغه ورزشکاران راولي، چې غټې مټې او عضلات لري، هغوی چې په ورزشي کلپونو کې د لوړې موسیقۍ په اورېدلو سره خولې تویوي.

خو داسې هم نه ده، تاسو هم کولای شئ هر ورځ په خپل کور کې په اسانۍ سره له خپل توان سره سم، کوچني وزنونه پورته کړئ، چې ډېرې ګټې لري.
د وزن پورته کولو په وسیلې د تمرین ګټې پرته له دې چې د عضلاتو غټ والی او اندام جوړول پکې په پام کې ونیول شي، ډېرې نورې اغېزې هم لري.
دا تمرینونه له موږ سره مرسته کوي چې سالم زړه ولرو او زموږ د بدن معافیت سیستم ښه کار وکړي، دا زموږ ذهني ځواک ته وده ورکوي چې په څټه روغ او اوږد ژوند ولرو.

د شکر په کنټرولو کې د باډي بیوډینګ تمرین ګټې
د عضلاتو پیاوړتیا نه یوازې په ظاهري بڼې پورې محدوده ده، بلکې د بدن داخلي روغتیا ته هم ګټه لري. د وزن پورته کول نه یوازې د ملا نري کولو لپاره ګټور دي، بلکې د بدن میټابولیزم ښه کولو او انسولین ته د بدن حساسیت ډېرولو لپاره هم ګټور دي. په دې مانا چې تر هر وخت خوارک وروسته، د وینې د شکرې کچه په اسانۍ سره عادي حالت ته راستنېږي.
خو تمرین باید په زغم او حوصلې وشي. ځکه په زغم سره تمرین، د بدن خوندیتوب سیستم پیاوړی کوي.
نور ولولئ: په ښه خوب کولو کې د تمرین رول
نور ولولئ: هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي
نور ولولئ: هر ورځ څو زره قدمه د مړینې خطر کموي؟
یوه څېړنه پر هغو ښځې چې هېڅ ورزش نه کوي او هغه مېرمنې چې په منظمه توګه په زغم سره ورزش کوي، ښيي چې د وروستۍ ډلې د بدن حجرې د انتاناتو او پاړسوب پر وړاندې ډیر فعال دي.

د وزن له پورته کولو سره نور ښه خبرونه هم شته، د بېلګې په توګه د وزن پورته کول، کولای شي د انسان د زړېدو بهیر معکوس کړي. فزیکي تمرین مو له ناروغیو لېرې ساتي او ان د ژر زړېدو مخه هم نیسي.
وزن پورته کول ستاسې بدن کې نوي حجرې جوړوي
په یوې محدودې ساینسي څېړنه کې، له ۱۴ تنو لوړ عمر لرونکو څخه وغوښتل شول چې د شپږو میاشتو لپاره په اوونۍ کې دوه ځله د وزن پورته کولو په تمرین کې برخه واخلي (موخه پکې له تمرین سره د عضلاتو پر پیاوړتیا تمرکز و). کله چې د دوی د عضلاتو بیا رغونه او پیاوړتیا له ځوانو لویانو سره پرتله شوه، نو وموندل شول چې د دوی په بدن کې د انرژي تولیدونکې حجرې (میټوکونډریا) تر خپل حده فعالې شوي.

ورزش دغه راز په ذهن کې د پېژندنې پر کړنې خپل پوره اغېز لري.
ټول ورزشونه په کلپونو کې هم نه کېږي. که تاسو اندېښنه کوئ چې د ورزش له دې ټولو ښېګڼو څخه د ګټې اخیستلو لپاره باید حتما په کلپ یا جېم کې شامل شئ، نو دا اندیښنه مه کوئ، کولای شئ ورزش له خپل کوره پیل کړئ.