ټکنالوجي

راتلونکی کال به په هالنډي ښوونځو کې پر ځیرک تیلیفونونو بندیز ولګېږي

راتلونکی ۲۰۲۴ کال د جنوري په لومړۍ نېټه به د هالنډ په ښوونځیو کې پر ځیرک تیلیفونونو بندیز ولګېږي

د هالنډ حکومت وايي، د ۲۰۲۴ کال د جنوري ۱ نه به د نیدرلنډ کې د ښوونځیو په ټولګیو کې پر ځیرک تیلیفونونو، ځیرکو لاسي ساعتونو او ټابلېټ محدودیتونه وضع شي.

دغو ډیوایسونو ته به د ځانګړو اړتیاوو پر مهال اجازه ورکول کېږي. د مثال په توګه، کله چې زده‌کوونکي د زده‌کړو پر مهال ډیجیټل مهارتونه زده کوي، طبي څېړنې کوي او کوم کسان چې معلول وي.

نور ولولئ: نوې ټکنالوژي به په امریکا کې د کاربون ځای ونیسي

په دې تړاو د پوهنې وزارت وزیر رابرټ ډیجکراف په یوه بیانیه کې ویلي، سره له دې چې مبایل زموږ له ژوند سره تړلی، خو بیا هم له ټولګي سره هېڅ اړیکه نه لري. دی زیاتوي، زده‌کوونکي تمرکز کولو ته اړتیا لري او اړتیا ده چې د ښې مطالعې لپاره موقع ورکړل شي او موږ ضرورت لرو تر څو موږ دوی له مبال څخه وساتو او زده‌کړو ته یې وهڅوو.

څو اړخیزه هوکړه

دا محدودیت د وزارت، ښوونځیو او اړوند بنسټونو تر منځ د هوکړې پایله ده. همدارنګه ډیجکګراف وايي، ښوونځي کولی شي چې د وضع شوي محدودیت یا بندیز د تنظیم له‌پاره خپله تګلاره جوړه او پلي کړي، خو که دا کافي پایلې ونه لري، نو مقررات به تعقیب کړي.

نور ولولئ: ترېډز- انسټاګرام له ټویټر سره د سیالۍ لپاره نوی اپلیکشن

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې څېړنو په ډاګه کړې او ویلي یې دي چې د سوشل میډیا زیات استعمال او د ټیکنالوژي کارونې د زده‌کوونکو پر زده‌کړو منفي اغېز کړی دی. دوی زیاتوي چې زده‌کوونکو په هغه ډول زده‌کړو ته پام نه کوي او یا یې نه زده کوي لکه څه ډول چې لازمه ده.

ټکنالوژي د زده‌کوونکو پر زده کړو بد اغېز کړی

د دوی په وینا په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو د زده‌کړو په مراکزو کې اکثره زده‌کوونکو د ټکنالوژۍ له امله نه توانېږي چې خپلې زده کړې په سمه توګه سرته ورسوي او ورته پام وکړي چې نن سبا په نړۍ کې دا یوه لویه ستونزه رامنځته شوي او دې برخې ګڼ پوهان او استادان په اندېښنه کې اچولي دي.

ددوی غوښتنه داده چې کورنۍ باید په دې برخه کې ډېره پاملرنه وکړي او خپل اولادونه له ټکنالوژۍ او ډیواسونو څخه یو څه لرې وساتي تر څو د دوی پر راتلونکو درسونو او زده‌کړو بده اغېزه ونه کړي. دا به لومړی ځل وي چې په ښوونځیو کې پر ځیرکو تیلیفونونو بندیز لګول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button