لوبې خبرونه

راشدارمان دوبی ته ورسېد

راشدارمان دوبی ته ورسېد د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان له اسټرالیا څخه متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی.نوموړی د ابو ظهبی ته اول راورسېد.هغه د دې نه وړاندې استرالیااو ځینې نور هېوادونو کې په ټورنمنټونو بوخت وو.

د (ACB)په رسمي فېسبوکپاڼه کې د راشد خان عکسونه خپاره کړي او ویلي يې دي، چې نوموړی ابوظهبي ته رسېدلی دی.ښاغلی راشد خان له سډني څخه ابوظهبي ته روان شوی و، چې له روانېدو مخکې یې یو عکس هم خپور کړی و.راشد خان د اسټرالیا بیګ باش تجارتي لیګ کې د اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې سره لوبېده، چې دا ځل يې په ۱۰ لوبو کې برخه واخیسته.

نوموړي په لس لوبو کې ۱۶ لوبغاړي وسوځول او ښه وځلېده.همدا راز نوموړي په بیګ باش لیګ کې ۵۰ لوبې هم پوره کړې چې ۷۲ ویکټې يې ترلاسه کړې.د یادولو وړ ده چې افغانستان د ایرلېنډ سره د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي، چې لومړۍ لوبه يې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه ترسره کېږي.

هېره دې نه وي چې راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان او قیس احمد هم اول ځل د پاکستان سوپرلیګ کې بولېږي.راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې سره پلاټونیم ډلبندۍ یا کټه ګورۍ کې دی او له دې مخکې کوټه ګلایډیټرز دوه ځلې اخیستی، خو لوبېدلی نه دی او دا ځل لوبېږي.

راشدارمان دوبی ته ورسېد
راشدارمان دوبی ته ورسېد

ښاغلی خان به دا ځل هم د پاکستان سوپرلیګ کې پوره نه وي، ځکه فرورۍ او مارچ کې افغانستان له زیمبابوې سره لوبېږي، خو که د کورونا له امله دا ټېسټ او شل اوره لوبې وځنډېدې بیا به راشد ټول لیګ کې له لاهور قلندرز سره وي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button