لوبې

راشد خان د (مار) سټایل په اړه خبرې کړي

د افغانستان کرکټ لوبډلې مخکښ لیګ سپېنر او د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لاهور قلندرز استازي راشد خان د خپل ځانګړي جشن لمانځلو په اړه څرګندونې وکړې.

راشد خان د مخالفې لوبډلې پر وړاندې د ویکټې اخیستلو او یا له کیچ اخیستلو وروسته په ځانګړي سټایل سره جشن لمانځي. نوموړي په یاد لیګ کې د کراچي کینګز او پېښور زلمي لوبډلې پر وړاندې دغه سټایل وکړ.

نور یی ولوله | مجیب الرحمن ډېره په زړه پورې توپ اچونه وکړه او لوبډله یې بریالۍ کړه

راشد خان له رسنیو سره په خبرو کې د (لکه د مار) سټایل د لمانځلو په اړه څرګندونې کړي او ویې ویل کله چې کوم توپ اچونکی ویکټ واخلي، نو په ستاینه کې ورته وایو لکه د مار.

هغه زیاتوي، چې پښتو دا یوه عامه اصطلاح ده او په ملي لوبډله کې هم عامه ده. د پاکستان سوپر لیګ کې له کراچۍ کینګز وروسته بل پخوانۍ اتله لوبډلې پېښور زلمي د لاهور قلندرز په وړاندې په ۲۹ منډو ماتې وخوړه. لاهور په پرلپسې ډول دوهمه لوبه وګټله او پېښور زلمي په پرلپسې ډول دوهمه ماتې وخوړه، دواړو درې درې لوبې کړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button