لوبې

راشد خان: د نوي ټیم سره د یو ځای کېدو لپاره ډېره لېوالتیا لرم

د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) د نوې لوبډلې (ګجرات ټایټنس) لوبډلې خپل رسمي نوم هم اعلان کړ او په ټولنیزو رسنیو کې یې رسمي اکاونټ هم جوړ کړ، خو لوګو یې تراوسه پورې نه ده جوړه شوې.

ګجرات ټایټنس لوبډلې د ټویټر اکاونټ جوړولو سره سم یو ټویټ وکړ او د خپل موجودیت اعلان یې وکړ، چې یاد ټویټ ته یې راشد خان هم ځواب ورکړی دی. راشد خان ګجرات ټایټنس ته په دغه ټویټ باندې لیکلي دي، چې زه د ګجرات ټایټنس نوي ټیم سره د یو ځای کېدو لپاره ډېر لېواله یم. هغه همدا راز هاردیک پانډیا او شوبمن ګیل هم مینشن کړي دي.

نور یی ولوله | راشد خان د کراچۍ څخه مننه وکړه

د ګجرات ټایټنس لوبډله چې مخکې ویل کېدل احمد اباد ټایټنس نوم به یې وي، خو اوس یې نوم ګجرات ټایټنس اعلان شو. دغه نوې لوبډلې د ای پي ایل بولۍ نه وړاندې راشد خان، هاردیک پانډیا او شوبمن ګیل له ځان سره اخیستي دي.

د یادولو وړ ده چې د ای پي ایل ۲۰۲۲ کال بولي د روانې میاشتې د فبرورۍ په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه ترسره کېږي، چې ۱۷ افغان لوبغاړو هم ورته نوملیکنه کړې ده

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button