Uncategorized

راشد خان: ښځه هغه لومړنۍ مدرسه ده چې د انسان شخصيت پکې وده کوي

د افغانستان کرکټ ستوري لوبغاړي راشد خان د نجونو د زده کړو ملاتړ کړی او د ښځې یا مور غېږه یې هغه لومړنۍ مدرسه بللې چې د انسان شخصيت پکې وده کوي او ښه روزنه مومي.

راشد خان

راشد خان په فیسبوکپاڼه یو نبوي حدیث شریف پورته کړی او لیکلي یې دي:((قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ». ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان فرض دی.))

نور یی ولوله | ایا د مفصلونو درد لرئ؟ د دې ستونزې لپاره دغه اوه شیان استعمال کړئ

نور یی ولوله | له شپږم ټولګي تازه فارغې شوې نجونې د خپلو زده‌کړو دوام ته اندېښمنې دي

راشد خان لیکلي دي:((په دې کې شک نشته چې ښځه د ټولنې نيمه برخه ده، او دا هم منلې خبره ده چې ښځه د انساني ټولنې بنسټ دی، دا په دې چې ښځه هم مور ده، هم مېرمن ده، هم خور ده، هم لور ده او په ټوله کي د توکمونو(نسلونو) روزونکې او پالونکې ده.)). هغه زیاته کړئ:((دا هغه لومړنۍ مدرسه ده چي د انسان شخصيت پکې وده کوي او جوړښت مومي. نو کومه ټولنه چي خپل کوچنيان د جاهلې او نالوستې ښځې په غېږ کې پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چې له خپلو غړو دې د سم او ګتور خدمت او هلو ځلو تمه ولري.))

د یادولو وړ ده چي په ټول هېواد کې د حاکم نظام د لوړو زده کړو د وزارت له لورې په یو مکتوب کې د نجونو پرمخ د پوهنتوني زده کړو دروازې هم وتړل شوې

دا هم ولولئ:  په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کتاب لوستلو دود پيکه شوی

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button